لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي کې به سږکال رژوه کې جوماتونو کې په تراویحو بندیز وي


دسعودي عرب حکومت د روژې په میاشت کې د جوماتونو دننه د تراویحو په نمونځ بندیز لګولی اؤ خلکو ته یې ویلي چې هغوئ باید د کورونو دننه تراویحې وکړي.

دګلف نیوز د راپور له مخې د سعودي عرب د مذهبي چارو وزارت اعلان کړی چې سږکال به هیچاته جوماتونو کې د تراویحو کولو اجازه نه وي.

تر دې دمخه دسعودي حکومت داسې اشارې هم ورکړي چې ښایي نړۍ کې د کرونا و خورو شوؤ‌ وائروسو سږکال څوک حج ته پرې نه ږدي.

سعودي عرب وړاندې نه په عمره هم بندیز لګولی اؤ دوؤ مقدسو ښارونو مکه اؤ مدینه کې یې ګرځ بندیز پځائ کړی دی.

ددې ترڅنګ سعودي حکومت د کرونا وائروسو دمخنیوي په خاطر جوماتونو کې په باجماعت نمونځ کولو هم بندیز لګولی .

تیره اوونۍ دسعودي عرب دحج اؤ‌ عمرې وزیر ډاکټر محمد صالح بن طاهر بنتن د کرونا وائروسو له امله د رامنځته شوي بې باوره وضعیت په تناظر کې د نړۍ په مسلمانو غږ کړی دی چې باید د حج تیارۍ پریږدي.

سعودي عرب کې تر اوسه د کرونا وائروسو ۱۵۰۰ؤ نه زیاتې پېښې ثبت کړل شوي دي اؤ ۱۰کسان په دې وائروسو مړه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG