لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندوستان او نورو کې لاک ډاون نور هم وغځول شو


واشنګټن ډي سي: هندوستان د جمعې په ورځ په ټول هېواد کې د لاک ډاون وخت د مې میاشتې تر دریمې نېټې پورې غځولی دی.

لومړي‌ وزیر نریندرا مودي په داسې حال کې چې د ۱.۳ بیلینه وګړو په دغه هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له لسو زرو او ۳۰۰ څخه اوختی دی د زیاتو اقتصادي قربانیو خبرداری هم ورکړی.‌

د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته د هند په اقتصادي وده کې د پام وړ کموالي له اټکلونو سره سره لومړي وزیر نریندرا مودي د هندوستان له خلکو وغوښتل چې لکه د تېرو دریو اونیو په څېر دې نظم او ډیسپلین وښيي.

مودي ملت ته په یوې تلویزیوني وینا کې وویل، چې دا په دې معنی چې د مې تر دریمې نېټې پورې به زمونږ هر کس په لاک ډاون کې پاتې کیږي.

هغه زیاته کړه د راتلونکو پنځو ورځو پورې به لاک ډاون په لا ډېر کلکه وساتل شي او تر هغې وروسته به حکومت په ځینو برخو کې چې د کرونا مرکز نه بلل کېږي ځینې نرمۍ راولي.

هندوستان په داسې حال کې د لاک ډاون وخت نور هم اوږد کړی چې

په نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۱۹ لکه او ۳۳۰۰۰ څخه زیات شوی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲۰۰۰۰ څخه اوختی دی.

له هندوستان سره ورته فرانسې، نایجریا او یو شمېر نورو هېوادونو هم د لاک ډاون وخت اوږد کړی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ګل یا دوشنبې ناوخته په تلویزیوني وینا کې وویل، چې د لاک ډاون وخت د مې تر یولسمې پورې وغځول شو.

هغه وویل، سیستم تر اوسه هم د فشار لاندې دی او د کرونا وبا لا تر اوسه هم کابو شوې نه ده نو ځکه باید مونږ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.‌

مکرون زیاته کړه څومره چې د لاک ډاون درناوی وشي هغومره کسان به وژغورل شي.‌

په نایجریا کې هم د لاک ډاون وخت دوه اونۍ نور هم اوږد شوی دی او د ترکیې ولسمشر ویلي، د اونۍ د پای ورځو ۴۸ ساعته لاک ډون په روانه اونۍ کې بیا هم پرځای وي.

په نړۍ کې د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې دي چې شمېر یې نږدې شپږو لکو ته رسېږي او پرې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳۶۴۴ ته رسېدلی.

په امریکا کې تر ټولو سخت ځپل شوی ایالت یې نیویارک دی چې د کرونا د پېښو شمېر پکې شاخوا دوه لکو ته رسېږي چې دا شمېر له ایټالیا او هسپانیې څخه هم زیاته ده خو د نیویارک والي د ګل په ورځ اعلان وکړ چې تر ټولو بد حالت پای ته رسېدلی.

د نهې یا سې شنبې په ورځ په ایټالیا کې د ځینو دوکانونو پرانیستلو ته اجازه ورکړل شوې وه.

په دغه هېواد کې هم چې یو وخت د کرونا مرکز بلل کېده د کرونا د سختو ناروغانو په شمېر کې په دوامداره توګه ښه والی راغلی.

د کرونا د وفا له امله د نړۍ اقتصاد ځپل شوی چې له امله یې حکومتونو د ژغورنې ستر پروګرامونه پیل کړي دي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش غریبو هېوادونو ته چې محدود روغتیايي وسایل لري پر مرستو ټینګار کوي.‌

د پیسو نړیوالې ادارې یا آی ام ف د ګل یا دوشنبې په ورځ د ۵۰۰ میلیونو ډالرو منظوري ورکړه تر څو پرې له ۲۵ هېوادونو سره مرسته وکړي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، کانګو، هیتی، مالي، سیرالیون او یمن هم شامل دي.‌

په امریکا کې د اقتصادي مرستو په لړۍ کې د حکومت له پلانونو څخه یو دا هم دی چې هرې کورنۍ ته د مرستو چیکونه ولیګي تر څو پرې په دې سختو حالاتو کې خپل بېلونه ورکړي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچن ویلي، چې تمه ده ۸۰ میلیونه امریکایان به د شورو یا چهارشنبې په ورځ د خپلو بانکي‌ اکاونټونو له لیارې دغه پيسې ترلاسه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG