لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا په نړۍ کي له کرونا وائرس څخه تر ټولو ډير اغيزمن هيواد شو


وروسته له هغي چي په دسمبر کي په چين کي لومړۍ پيښي وموندل شوې, امريکا تر 633,000 څخه ډيري تشخيص شويو پيښو او لږ تر لږه 27،760 مړينو سره په نړئي کي د کرونا وائرس څخه تر ټولو ډير اغيزمن هيواد شو.

د شورو - چهارشنبې پوري په امريکا کي کرونا وائرس ناروغي ټولو 50 ايالتونو، واشنګټن ډي سي او د واک لاندي سيمي پورټوريکو ته خپره شوې ده.

یوازې د نیویارک په ایالت کې د قضیو شمیر له امريکا څخه بهر د بل هر یو هیواد څخه ډیر دی۔ په نيويارک ايالت کي د مړو شمير 11،585 او د ناروغو شمير2 لک څخه اوختې دی.

په امريکا کې د مړینو ډیریدونکی شمیر اوس مهال د موسمي فلو سره يو شان روان دی ، کوم چې په کال کې شاوخوا 12،000 څخه 61،000 خلک وژني او په هیواد کې د 9 ملیون او 45 ملیون تر مینځ خلک اغیزمن کوي.

د امريکا صدر ټرمپ د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبليو ايچ او ته د امريکا مالي امداد درولې. د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن، ډبلیو اېچ او، مشر د صدر ډانلډ ټرمپ په فیصله خفګان څرګند کړی۔ د ولسي جرګې مشري نانسي پلوسي د شورو - چهارشنبه په یوه بیان کې وویل "دا پریکړه خطرناکه او ناقانونه ده او ژر تر ژره به چلنج یا وننګول شي.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلموماتو ترمخه د نړئي په کچه رېښتيني شميرې د ټيسټونو د کموالي, د نه راپور شوي پيښو او د هغه شک منو شميرو څخه ډيري لوړي دي چي ځيني حکومتونه یي راپور نه ورکوي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شميرو ترمخه فرانسه ، اټلي او اسپين هم د نړي په هغه هيوادونو کي شامل دي کوم چي د دې وبا څخه تر ټولو زيات اغيزمن شوي, په فرانس کي تر دې دمه 131,000 څخه زيات کسانو کي د دې واۍرس پښلې شوې او د مړينو شمير 17,000 څخه اووختې دې ۔ په اټلي کي 21،645 کسان مړه او 165،155ناروغه شوي دي، او په اسپين کي 18،579 کسان مړه او 177،633کسان ناروغه شوي دي.

تر دې دمه په برتانيا کي 12,800 څخه زيات کسان د کرونا وائرس له امله مړه شوي دي, که څه هم نوي رسمي معلومات ښائي چي د مړينو ريښتيني شميرې د راپور شويو شميرو څخه لوړه کيدې شي۔ په برطانيا کي د وائرس له امله د ناروغي شمير يو لاک ته نږدي شوې دې۔

د روس حکومت د شورو - چهارشنبې په ورځ ويلي چي په تيرو 24 ساعتو کي د کرونا وائرس 3,388 نوي پيښي رپورټ شوي چي په هيواد کي په يو ورځ کي تر ټولو لويه شميره د

اوس دا محال په روس کي د کرونا وائرس له امله 24,490 خلک ناروغه شوي او شاو خوا 198 خلک د دې ناروغي څخه مړه شوي هم دي ؛۔ ماسکو چې د 12 ملیون نفوس لري ، د هیواد ترټولو سخت ځپلی ښار دی.

د وائس آف امريکا انګريزي څانګي ترمخه د جاپان حکومت ترمخه جاري شوي تخمين له مخي په جاپان کې د کورونا ویروس له امله 850,000خلک په جدي توګه ناروغ کیدلی شي او نږدې نیمایي یې مړه کیدی شي که چیرې د حکومت لخوا ورکړل شوي ټولنیز واټن یا نور اقداماتو باندي عمل او نه کړل شو.

جاپان د نړۍ ترټولو زيات لوئي عمر نفوس لري ، دا ویروس په ځانګړي ډول د لوئي عمر خلکو لپاره خطرناک کیدی شي. او دا اندیښنې شتون لري چې د جاپان حکومت د دې وبا د مخنيوي لپاره ډير لږ ګامونه پورته کړي. جاپان کي تر دې دمه 8،100 کسان ناروغه او146مړه شوي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شميرو ترمخه کروناوائرس په ايران کي 4،777 ،ترکي کي 1،518 ،سعودي عرب کي 79، ملائشيا کي 83 په متحده عرب اماراتو کي 33 او په بحرين کي 7 کسان وژلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG