لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: یواځې د کرونا وایرس وېکسین کولای شي نړۍ عادي حالت ته را وګرځوي


واشنګټن ـــ په داسې حال کې چې کرونا وایرس لا هم په تېزۍ سره په نړۍ کې خپرېږي، د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېریس وایي کېدای شي یواځې د کرونا وایرس وېکسین حالات بیرته عادي "نارمل" حالت ته را وګرځوي.

د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره په امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې د وېکسینو ازموینې پیل شوې دي خو طبي ماهرین وایي چې د دې وېکسینو تیاري او تر ټولې نړۍ رسېدل له دوولسو تر اتلسو میاشتو وخت ته اړتیا لري.

ښاغلي ګوتېریس د شورو- چارشنبې په ورځ‌ د شاوخوا ۵۰ افریقایي هېوادونو په اړه ویډیویي کانفرنس ته د وینا په مهال وویل:

"خوندي او اغېزمن وېکسین کېدای شي یواځینۍ وسیله وي چې نړۍ بیرته عادي حالت ته را ستنه کړي، د میلینونو انسانانو ژوند او بې شمېره کربه ډالر و ژغوري".

ښاغلي ګوتېریس د کرونا وایرس لپاره په بیړنۍ توګه د وېکسین جوړولو په چارو کې د پرمختګ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې له دې څخه باید ټول یو ځای ګټه تر لاسه کړي. ده وویل چې دا وېکسین باید "نړیواله ګټه" ولري چې په وسیله یې د دې وبا مخه ونیول شي:

"موږ د دې خبرې د باوري‌ کولو لپاره له همته ډکو هڅو ته اړتیا لرو چې نړیوال شریکان مو د همږغه، یوځایي او ګټورې تګلارې له لارې وکولای شي د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي او د ۲۰۲۰م کال تر پایه ټولې نړۍ ته د دې وېکسین د رسېدو اړتیا پوره کړي".

د ملګرو ملتونو مشر د مارچ پر ۲۵مه د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره له غریبو هېوادونو سره د مرستې لپاره د ۲ اربه ډالرو بشري مرستې غوښتنه کړې وه، چې د ده په وینا تر اوسه پورې د هغه یواځې ۲۰ فیصده برخه یې را غونډه شوې ده.

ښاغلي انتونيو ګوتېریس پرون وویل، ملګري ملتونه په دې توانېدلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان له لارې یې ۴۷ افریقايي هېوادونو ته د کرونا وایرس د طبي معایناتو وسایل رسولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG