لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په جاپان کې د کورونا محدودیتونه وغځول شول


د جاپان لومړی وزیر شېنزو ابې

واشنګټن: د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې په هېواد کې لګېدلی بیړنی حالت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ټول هېواد ته وغځوه تر څو د کورونا وایرس د لا خپرېدو څخه مخنیوی وشي.

هغه وویل، لګېدلی بیړنی حالت به د مې تر شپږمې نېټې پورې وغځول شي.

ابې د یوې میاشتې بیړنی حالت د اپرېل په اومه نېټه په ټوکیو او د جاپان شپږو نورو ښارونو کې اعلان کړ چې ددې هېواد ۴۴ فیصده وګړي ترې لاندې راتلل.

کله چې داسې نښې نښانې ولیدل شوې چې کورونا وایرس د جاپان له غټو ښارونو څخه نورو سیمو ته د خپرېدو په حال کې دی نو ابې دغه بیړنی حالت په ټول هېواد کې وروسته له هاغې اعلان کړ چې سیمیزو مشرانو او روغتیا پوهانو یې غوښتنه وکړه.

د جان هاپکنز د شمېرو له مخې په جاپان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۸۶۰۰ څخه زیات شوی.

د جاپان لومړي وزیر دا هم ویلي، چې له هر کس سره به د ۹۳۰ ډالرو مرسته وشي تر څو پرې خپلې اقتصادي ستونزې راکمې کړي.

XS
SM
MD
LG