لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ ادارې د هېواد د بیا پرانېستلو پړاونه روښانه کړل


ولسمشر ټرمپ د اپرېل په ۱۶ نېټه د امریکا د بیا پرانېستلو په اړه د خبرو کولو په حال کې.
ولسمشر ټرمپ د اپرېل په ۱۶ نېټه د امریکا د بیا پرانېستلو په اړه د خبرو کولو په حال کې.

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، د امریکایانو روغتیا او خوندیتوب به د هېواد د بیا پرانېستلو پر وخت دده له لومړیتوبونو څخه وي.

ټرمپ او د کرونا وایرس لپاره دده ډلې د هېواد د ورو پرانېستلو او کارونو ته د خلکو د ورتګ په اړه خپل پلان روښانه کړ.

هغه وویل، د هېواد ځینې برخې بیا پرانېستلو ته تیارې دي او لږ تر لږه ۲۰ ایالتونه به ډېر ژر بېرته پرانېستل شي.

ټرمپ وویل، دغه پرېکړه به والیانو او سیمیزو مشرانو ته پرېښودل کېږي.

د امریکا حکومت د ښارونو د بېرته پرانېستلو چارې په دریو پړاوو کې ترسره کوي.

په لومړي پړاو کې به ښونځي او بارونه تړلي وي خو عبادت ځایونه، ریسټورانټونه، سینماګانې، جېمونه او ورزشي لوبغالي به پرانېستي وي خو د خلکو ترمنځ د واټن ساتلو مسلې ته به جدي پام کېږي.

دوهم پړاو کې به ښونځي بېرته پرانېستل کېږي او غیر ضروري سفرونه به پیلېږي خو زیاتو دفتري خلکو ته به ویل کېږي چې له خپلو کورونو څخه کار کولو (ټیلې ورک) دې دوام ورکړي.

دریم پړاو کې به کارونو ته د خلکو په ورتګ باندې محدودیت نه وي خو بیا به هم له یو او بل سره په ناسه ولاړه کې له پوره احتیاط څخه کار اخېستل کېږي او د ټولنیز واټن ساتلو مسلې ته به هم پام کېږي مګر دا چې لازم وسایل ولري.

د ولسمشر ټرمپ دغه اعلان یواځې څو ساعته له هاغې وشو چې د واشنګټن ډي سي ښاروالې موریل بوسر د دغه ښار تړل دوه اونۍ نور د مې تر ۱۵ نېټې پورې تړلی اعلان کړ.

هغې وویل، دغه محدودیتونه به تر هغو پورې پر ځای وي تر څو د کرونا نوې پېښې د دوو اونیو لپاره همداسې کموالی ومومي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي،‌چې په امریکا کې په کرونا وایرس داخته کسانو شمېر له ۶۷۷۰۰۰ څخه زیات او پرې مړه شوي کسان نږدې ۳۵۰۰۰ ته رسېدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG