لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایچ او: نړۍ دې له کرونا وایرسه د ژغورنې په ګامونو عمل جاري وساتي


واشنګټن ــــ په نړۍ کې د کرونا واېرس په توندۍ سره خوريږي او مطبوعات وايي په دغه مرض د اخته شوو کسانو شمېره د ۲۱ لاکه نه بره شوې ده چې تر ټولو زیات کسان يې په امريکا کې ځپلي او په دويم نمبر لويه شمېره د يورپ ده.

د صحت نړيوالې ادارې ډبليو اېچ او په يورپ غږ کړی د کرونا واېرس په اړه اخیستل شوي ګامونه دې نور هم قوي‌ کړي. د يورپ د پاره د ډبليو اېچ او ډاېریکټر هانز کلوج خبريالانو ته ويلي، په تېرو لسو ورځو کې په يورپ کې په کرونا واېرس د اخته شوو کسانو شمېره دوه چنده زياته شوې چې يو ميلين ته نیزدې شوې ده او داسې ښکاري چې دې وایرس ۵۰ ٪ خلک په يورپ کې ځپلي دي. نوموړي‌ خبرداری ورکړی يورپ اوس هم د دغې وبا د درنو وريځو لاندې ګېردی.

په برتانيه کې په کرونا وایرس د مړو شمېر ۱۳ زره نه زيات شوی او د ډبليو اېچ او پخواني ډاېريکټر پروفېسر اېنتوني کاسټيلو په برتانوي چارواکو نيوکې کړي دي. په کرونا وایرس په برتانيه کې د ټول يورپ په حساب زيات خلک په تېزۍ سره مړه کېدل خو د برتانیې غبرګون ورته په هغه حساب ګړندې نه وو.

همدغه ډول نيوکې په امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ هم کېږي چې ورته د صحت چارواکو د وبا د خورېدو خبرداری ورکړی وو خو ده په وخت د دغې وبا نه د بچ کېدلو قوي ګامونه نه وو پورته کړي.

تازه رپوټونه وايي په امريکا کې د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېر د شپږ لکه اووه شپېته زره نه زيات شوی او تر دې دمه د څلوردېرش زره نه زيات خلک د دې وايرس نه مړه شوي دي.

دې وایرس تر ټولو زيات نيويارک ښار ځپلی، د سرکاري شمېرې تر مخه په نيويارک کې د کرونا وايرس له امله تر دې دمه د دوه لکه دوه ويشت زره نه زيات خلک د کرونا وايرس ښکار دي، د ۱۷ زره نه زيات روغ شوي دي.

د نيويارک ګورنر اېنډريو کومو د کرونا وایرس د مخنيوي په خاطر تر ۱۵ مۍ پورې د نيويارک ښار د تړلو اعلان کړی.

کرونا وایرس په منځني ختیځ کې تر ټولو زيات ايران ځپلی چرته چې دغه وایرس ۵ زره ته نزدې کسان مړه کړي او زرګونو يې اغېزمن کړي دي. ايران نن خپله پوځي ‌ورځ په بکتربند ګاډو ميزايلو او ټېنکونو نه، بلکې د کرونا وایرس نه د بچ کېدو د اوزارو په نمایش ولمانځله،

چې پکې د جراثيمو نه پاک ګاډي، ګرځنده هسپتالونه او د صحت جديد آلاتو نماېش وشو

دې مارچ ته د وطن پاسداران د صحت مددګار: نوم ورکړل شوی وو. د ايران صدر حسن روحاني ويلي، د کرونا وایرس د مخنيوي په خاطر يې د پوځي ورځې دستوره په دې ډول تر سره کړې ده.

بلخوا نړيوال رپوټونه وايي چين په اوهان ښار کې- د چرته نه چې دغه خونړی وایرس په ټوله دنيا خورشوی- په دغه وبا د مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۹۰ مړي زيات کړي دي.

د چين سرکاري ميډيا ويلي دوی وړاندې په هسپتالونو کې د داخلې او حساب کتاب شمېره سمه نه وه کړې، چې اوس په اوهان ښار کې د مړو ټول شمېر ۳۸۶۹ ته ورسېد، دغسې د ۱۱ ميلينه آبادۍ په دغه ښار کې د کرونا واېرس د لاسه د ځپل شوو کسانو شمېر ۵۰۳۳۳ ته جګ شوی دی.

په چين اکثر نيوکې کېږي چې کره شمېرې نه ورکوي هم دغه خبره نن د فرانس صدر مېکرون هم کړې ده چې دې په دې خبره حېران دی چې څه ډول چين د غربي نړۍ نه په ښه شان د کرونا وایرس مخه نيولې ده، نوموړي ويلي په هغو ملکونو کې چرته چې مېډيا آزاده وي او بيا هغه ملکونه چې په مېډيا پکې قدغنونه وي، ډېر تفاوت وي.

د کرونا وایرس علاج يا وېکسين لا تر دې دمه نه دي موندل شوي او ډاکټران هيله مند دي چې په دغه ويکسينو به د کال نه زيات وخت لګي خو په چارواکو يې غږ کړی د واېرس نه د بچ کېدلو په اړه اخیستل شوو ګامونو يا لاک ډاون کې دې نرمي نه راولي او پکار ده چې خلک په کورونو کې کښېني او د ګڼې نه ډډه وکړي چې داسې د دغه وایرس د خورېدلو مخه ونیول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG