لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائروسو له امله دمړینو شمیر۵۰ؤ ته ورسېدو


دپاکستان دننه د تیرو ۲۴ؤ ساعتو په مهال اته نور کسان دکرونا وائروسو له امله مړه شوي چې دې سره په دغه هیواد کې د کرونا دمړو شوؤ ناروغانو شمیره ۱۴۳ؤ ته رسېدلې ده.

تر دې دمه دکرونا وائروسو له امله تر ټولو زیاتې مړینې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شوي چې شمیره یې ۵۰ؤ ته رسېدلې ده.

د کرونا وائروسو دپاره د روغتیا څانګه کې دجوړ کړل شوي مرکز دشمیرو له مخې دتیر یو شواروز په مهال په ګرد هیواد کې د کرونا وائروسو ۴۶۵ نوې پېښې ثبت شوي دي.

دغه مرکز وایي تر دې دمه دکرونا ناروغانو شمیره ۷۴۸۱ته رسېدلې ده اؤ په دې کې تر ټولو زیاتې پېښې په پنجاب ایالت کې ثبت شوي دي.

دشمیرو له مخې پنجاب کې ۳۳۹۱،سندهـ کې ۲۲۱۷،خیبر پښتونخوا کې ۱۰۷۷،بلوچستان کې ۳۳۵،ګلګت بلتستان کې ۲۵۰،اسلام اباد کې ۱۶۳ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې د کرونا وائروسو ۴۸پېښې مخې ته راغلي دي.

په سندهـ کې په دغه وائروسو ۴۷،پنجاب کې ۳۷،بلوچستان کې پینځه،ګلګت بلتستان کې درې اؤ اسلام اباد کې یو تن مړ شوی دی.

په نړۍ کې په چټکتیا سره دخوریدونکو کرونا وائروسو له امله تر اوسه ۲۱لکه اؤ ۹۲زرو نه زیات خلک اغېزمن شوي اؤ یو لک ۴۷زرو نه زیات نور مړه شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG