لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکرونا وائروسو مخنیوي دپاره امریکا پاکستان ته ۸۰ لکه ډالر مرسته ورکوي


دکرونا وائروسو دبدو اغېزو نه دځان ساتنې دپاره امریکا پاکستان ته د نورو ۸۰ؤ لکو ډالرو دمرستې ورکولو اعلان کړی دی اؤ په پاکستان کې دامریکې سفیر پال جونز وایي د کرونا وائروسو دمخنیوي په هڅو کې امریکا دپاکستان ترشا ولاړه ده.

تر دې وړاندې هم امریکې پاکستان ته د کرونا وائروسو دمخنیوي هلو ځلو دپاره د۲۰ؤ لکو ډالرو مرسته ورکړې وه.

اسلام باد کې دامریکې سفیر ښاغلي پال جونز پخپل یو ویډيو پیغام کې ویلي امریکا به د روغتیا په څانګه کې دپاکستاني فعالینو په روزنه کې هم مرستې کوي ترڅو هغوئ دکورونو دننه د ناروغانو پالنه وکړي اؤ په روغتونونو رش کم شي.

دامریکې لخوا پاکستان ته د ورکړل کېدونکو دې تازه مرستو په اساس به امریکا پاکستان ته درې ګرځنده لیبارټرۍ ورکوي چې دغه لیبارټرۍ به دکرونا وائروسو څخه اغېزمنو سیمو کې دخلکو ټیسټونو اؤ علاج کولو کې همکاري کوي.

دکرونا وائروسو دمخنیوي په دې هڅو به ۳۰لکه ډالر لګول کیږي.

ددې ترڅنګ به امریکا پاکستان کې په عصري ټیکنالوجۍ سمبال دبیړنیو عملیاتو مرکزونه هم په پلازمینه اسلام اباد،خیبر پښتونخوا،سندهـ،پنجاب اؤ بلوچستان ایالتونو کې جوړوي.

پاکستان کې د موجودو افغان کډوالو اؤ سیمه ییزو ټولنو دپالنې دپاره به هم امریکا ملګرو ملتونو ته ۲۴لکه ډالر ورکوي.

دامریکا سفیر وایي دا ټولې مرستې د پاکستان د اولیتونو له مخې دي اؤ دا دامریکایي ولس لخوا پاکستان ته ورکول کیږي

XS
SM
MD
LG