لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بونیر:په پوځ اؤ پولیسو د وسله والو برید کې دوه عسکر وژل شوي،یو پوځي ژوبل


په سوات کې دپوځ مطبوعاتي څانګې اؤ دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل یو ګډ بیان کې ویلي دغه پېښه دجمعې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې پوځ اؤ پولیسو په ګډه دسوات سره لګیدلي د ایلم په غره کې  چاڼیز عملیات کول.

پولیس چارواکي وایي دخیبر پښتونخوا دبونیر سیمې د ایلم په غره کې ترهګرو په پوځ اؤ پولیسو ډزې کړي چې پکې دوه عسکر وژل شوي اؤ یو پوځي ژوبل شوی دی.

په سوات کې دپوځ مطبوعاتي څانګې اؤ دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل یو ګډ بیان کې ویلي دغه پېښه دجمعې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې پوځ اؤ پولیسو په ګډه دسوات سره لګیدلي د ایلم په غره کې چاڼیز عملیات کول.

چارواکي وایي دترهګرو ډزو کې یو دپوځ اؤ یو دپولیسو عسکر وژل شوی اؤ یو پوځي ژوبل شوی هم دی.

ددې پېښې نه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي اؤ د ترهګرو د نیولو دپاره یې د لټونې عملیات پیل کړي دي.

دپاکستاني طالبانو دتحریک ویاند محمد خراساني ددې برید پړه پغاړه اخستې اؤ مطبوعاتو ته په لیږلي خپل بیان کې یې دعوه کړې ده چې برید کې پینځه پوځيان اؤ یو پولیس عسکر وژل شوي.

خو ازادو سرچینو ددې دعوې پخلی نه دی کړی

بونیر سوات سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا هغه غرئیزه سیمه ده چې په تیرو وختونو کې پکې وسله وال طالبان زیات فعال وؤ اؤ دغلته تر دې وړاندې هم په امنیتي ځواکونو دترهګرو لخوا شوؤ بریدونو کې په لسګونو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي

XS
SM
MD
LG