لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نړۍ کې په کرونا وائروسو دمړو شوؤ کسانو شمیره یو نیم لک نه اوښتې ده


په ګرده نړۍ کې د کرونا وائروسو له امله د مړو شوؤ کسانو شمیره د یو نیم لک څخه اوښتې ده اؤ یوازې په امریکا کې دې وائروسو شاوخوا۳۷زره کسان وژلي دي.

دامریکې د جونزهاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې امریکا کې دکرونا وائروسو دناروغانو شمیره د اوولکو اؤ ۱۰ؤ زرو نه سیوا شوې ده اؤ دغلته ۳۷زره اؤ۱۵۸کسان تر دې دمه په کرونا وائروسو مړه شوي دي.

تر ټولو زیاتې مړینې په نیویارک ایالت کې شوي چې شمیره یې ۱۷زره ۱۳۱ ښودل شوې ده.

دامریکا نه وروسته تر ټولو زیات اټلي کرونا وائروسو ځپلی دی ،دغلته تر دې مهاله ۲۲زره اؤ ۷۴۵کسان په کرونا وائروسو مړه شوي دي.

ددې ترڅنګ په اټلي کې یو لک،۷۲ اؤ ۴۳۴کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

په هسپانیه کې هم د کرونا وائروسو له امله دمړو شوؤ شمیره د۲۰ؤ نه اوښتي ،فرانسه کې دمړو شمیره ۱۸زره اؤ ۶۸۱ښودل شوې ده.

بیلجیم کې پینځوؤ زرو نه زیات کسان په کرونا وائروسو مړه شوي اؤ په جرمني کې دمړینو شمیره ۴زره ۳۵۲ ښودل کیږي.

په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د وژل شوؤ کسانو شمیره یو لک ۵۴زره ۲۷۰ اؤ د ناروغانو شمیره ۲۲لکه ۵۰زره اؤ ۹۴۵ته رسېدلې ده.

همدا شان تر دې دمه پینځه لکه ۷۱زره ۲۷۰ کسان د کرونا ناروغۍ نه روغ شوي هم دي

XS
SM
MD
LG