لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين هغه دعوې رد کړي چې کرونا وايرس په چين کې په ليبارټرۍ کې جوړ شوي


چين دغه دعوې رد کړي چې کرونا وايرس په ليبارټرۍ کې جوړ کړی شوي دي د کوم په اړه چې خيال کيږي چې د چين په وهان ښار کې د څاروي نه انسان ته منتقل شوي دي.

د چين په وهان ښار کې جوړې نېشنل بائيو سېفټي لېب مشر يوان زيمنګ ويلي داسې هيڅ لار نشته چې دا وايرس د وهان د يورالوجي ادارې څخه خواره شوی وي، او په ځانګړي ډول د پي فور ليبارټرۍ نه کومه چې د وايرسو پرضد کار کوي.

هغه ويلي د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ پلويان دې ته هوا ورکوي چې دا وايرس په ليبارټرۍ کې جوړ کړی شوي خو دا دسيسه (سازشي) نظريه ده.

په سپينه ماڼۍ کې د کرونا وايرس ټاسک فورس رابطه کارې ډاکټرې ډيبرا برکس د اتوار/ شنبې په ورځ د سي بي اېس په فېس دې نېشن پروګرام کې ويلي مونږ اوس هم ډېر لري يو د دې څخه چې کرونا وايرس اصل کې د چرته نه راغلی دی.

هغې ويلي، "دا به ډېر وخت واخلي چې سائنسي ثبوت يې ولري چې کرونا وايرس جوړ کړی شوي دي، مونږ خبر يو چې دا په چين کې جوړ کړی شوي دي. مونږ نه يو خبر چې څنګه او چرته جوړ کړی شوي دي".

هغې زياته کړې، "زما سره کوم ثبوت نشته چې دا وايرس د ليبارټرۍ جوړ دي، دا وخت عامه رايې دا ده چې دا وايرس د څاروي نه انسان ته منتقل شوي دي".

په چين باندې د وړاندې نه داسې ټکونه کيږي چې د دې وبا د خورېدو په لړ کې يې رښتيا پټ کړي دي.

په چين دا ټکونه هم کيږي چې د کرنا وايرس په اړه يې غلطې شمېرې ورکړي دي او تېره اوونۍ د چین چارواکو د وژل شوؤ کسانو شمېرې سمې نه وې ویلې او اوس چې کومې شمېرې ښودل شوي دی هغه د وړاندې نه په حساب د نيمې نه سېوا دي.

د امريکې صدر ټرمپ ویلي که دا غلطي وه خو خېر دی او که په ارادې سره شوی وي نو د سختو نتيجو سره به مخ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG