لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اتمر او قرېشي د اسلم فاروقي ترڅنګ په نورو موضوعاتو غږېدلي


د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزیران د داعش خراسان ډلې د مشر ترڅنګ په څو نورو مهمو موضوعاتو غږېدلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرمحمد حنیف اتمر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې بهیر، د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکاریو په پراختیا، د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د افغانستان لپاره دخراسان ډلې دمشراسلم فاروقي د نیول کیدو په تړاو بحث او خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ويلي په دغو ټیليفوني خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې او ټیکاو د بهیر څخه ملاتړ څرګند کړو.

ويل شوي د پاکستان بهرنیو چارو وزیرخپل افغان خپل سیال ته د دواړو هیوادنو د افغانستان او پاکستان د سولې او سوکالۍ د پلان (APAPPS)​ په چوکاټ کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو او د افغانستان او پاکستان د سولې اوسوکالۍ د پلان د پراختیا وړاندیز وکړو.

حنیف اتمر له دې وړاندیزڅخه په ملاتړ شاه محمود قریشي ته ویلي افغانستان د ښه او بد ترهګرو ترمنځ توپیرنه کوي.

افغان خارجه وزیر ویلي هغه اطلاعات چې له اسلم فاروقي څخه د څیړنو په په پایله کې ترلاسه کیږي او هغه په افغانستان او پاکستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه او د امنیت په ټینګښت کې اغیزمن رول ترسره کړای شي له پاکستان سره له شریکولو څخه به یې هیڅ راز سپما ونه کړي.

د افغانستان لپاره د داعش خراسان ډلې مشر اسلم فاروقي چې اصلي نوم یې عبدالله اورکزی یاد شوی او له خیبرپښتونخوا سره تعلق لري نږدې یوه اونۍ وړاندې د ملي امنیت ادارې سره له ۱۹ نورو داعش وسله والو سره د نیولو ویلي و.

هغه مهال د پاکستان حکومت له افغانستان څخه د زیاتو پلټونو لپاره د داعش د نیول شوي مشرسپارلو غوښتنه کړې وه خو افغان حکومت د هغه د سپارلو غوښتنه ونه منله او دا یې په ډاګه کړې وه چې له ګاونډي هXواد سره د مجرمینو دسپارلو کوم تړون هم نه لري.

افغان حکومت هغه مهال ویلي و چې په بشري جنایتونو تورن اسلم فاروقي به په افغانستان کې محاکمه کیږي او له هغه سره د نورو ترهګرو په څیر به یو شان چلند کیږي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي په دې ټیلیفوني تماس کې حنیف اتمر د سولې پر وړاندې د ښه نیت او هڅو، له کرونا وایرس څخه د اغیزمنو افغان کډوالو د درملنې د تجارتي بندرونو د خلاص ساتلو په تړاو د خپل سیال شاه محمود قریشي له هڅو ستاینه وکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG