لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارګ دنورو مامورینو په پرتله داشرف غني اؤ میرمنې د کرونا وایرس ټیسټونه یې صفا ختلي


دافغانستان ولسمشر اشرف غني وايي دافغان ولس په ګډون دنړۍ وګړي دکرونا وایرس له سختو حالتونوسره مخامخ دی.

دکرونا وایرس په تړاو دولسمشر اشرف غني او دهغه دمیرمن رولاغني ټیستونه هم شوي دي، دارګ ویاند صدیق صدیقي ویلي د دې شویو ټسټونو پایله منفي ده.

تر دې وړاندې دارګ یوې سرچینې ویلي وؤ چې د چارود ادارې شاوخوا ۲۰ تنه مامورین دکرونا وایرس په ناروغۍ اخته شوي دي.

ولسمشراشرف غني نن دسه شنبې په ورځ ملت ته وینا کې ویلي هغه ستونزې چې دکرونا وایرس له امله رامنځته شوي باید پرضد یې مبارزه او یو دبل لاس نیوی وشي.

نوموړي وویل"زمونږ په ګډون دنړۍ اکثریت خلک سختې ورځې تیروي باید ناهیلې نه شو مونږ ټول هڅې کوؤ په دې ډول سختو ورځو کې یود بل ترڅنګ شته ستونزو ته رسیدګي وکړو"

ولسمشراشرف غني دافغانستان له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې پاتې شي او د روغتیا وزارت په روغتیايي سپارښتونو عمل وکړي.

نوموړي ملت ته په وینا کې زیاته کړه دکرونا وایرس له امله درامنځته شوي فقراوبې وزلۍ کچې دکمولو لپاره افغان حکومت ځانګړي اقدامات کړي اوټاکل شوې نور زیات تدابیر هم پلي کړي.

ولسمشر وویل"دمرستو هغه تدابیر چې ترلاس لاندې یې لرو دټولنې ترټولو فقیرو خلکو لپاره دي ټاکل شوې ډیر ژر دښارنانوايانو ،په ولسوالیو کې دجوماتونو،دکلیو پراختیايي شوراګانو او دنورو بنسټونودلارې خوراکي توکي، ډوډۍ او دژوند د نورو لمړنیو اړتیاؤ توکي دټولنې متاثره شویو خلکو ته برابر کړو"

ولسمشرغني ویلي بې روزګارو خلکو لپاره به هم درزوګار برابرولو لپاره په نږدې وخت کې یوشمیر پروژې پرانیستل شي.

ولسمشر وايي دکرونا وایرس له راپیداکیدو څخه مخکې افغان حکومت یې پرضد دمبارزې لپاره هیڅ تدابیرنه درلودل خو یاد وایرس دخوریدو په لومړی ورځ یې دکرونا وبا جدي ګڼلې وه او له همدې امله دنړۍ دهیوادونو په پرتله دمړنې کچه په افغانستان کې کمه ده.

ولسمشر وايي" زمونږ هڅه داده چې په واقعي اوبنسټیز تدبیرسره داحالت وساتو اودریمې مرحلې ته دتللو مخنیوی وکړو او ستاسود هر یوه وګړي مرستې ته اړتیا لرو"

محمد اشرف غني له هغو ټولو افغان روغتیا پالو او سوداګروڅخه مننه وکړه چې دکرونا وایرس سره دمبارزې په لومړي کرښه کې هیواد والو په درملنه بوخت دي اوله متاثره شویو خلکوته یې د مرستو لړی پیل کړې ده.

په افغانستان کې دامهال په کرونا وایرس داخته شویو کسانو شمیر۱۰۹۲ ته رسیدلی ۱۳۵ کسان له دې ناروغۍ روغ شوي او ۳۶تنو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG