لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: نړۍ دې د کرونا وایرس وېکسین، دوایي او د ژغورنې وسایل په بیړه زیات کړي


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو قرارداد منظور کړی او په هغه کې یې غوښتنه کړې چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره دې په نړیواله کچه د دارو درملو، وېکسینو او اوزارو د زیاتولو او ورته د لاسرسي لپاره ګړندي ګامونه پورته کړل شي.

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په قرارداد کې د دې ادارې له مشر انتونیو ګوتېریس څخه غوښتنه شوې، چې د روغتیا له نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) سره په ګډه کار وکړي او د دې خبرې د باوري کولو لپاره سپارښتنه وکړي چې د ټولې نړۍ خلک خصوصاً د پرمختلونکو هېوادونو خلک د کرونا وایرس طبي معاینې یا ټیسټ، طبي سامانونو، دارو درملو او په راتلونکي کې جوړېدونکي وېکسین ته برابر او پر وخت لاسرسی ولري.

دا قرارداد په داسې حال کې منظور شوی چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره اوونۍ د امریکې له خوا د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکول کېدونکې بودیجه (فنډ) وځنډوله او تور یې پورې کړ چې د ملګرو ملتونو دغه اداره له چینه د کرونا وایرس د خپرېدو په مخنیوي کې پاته راغله.

د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ دغه قرارداد د دې ادارې د ۱۹۳ غړو هېوادونو له خوا تایید شوی او د نړۍ پر ټولو هېوادونو یې ږغ کړی چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د وېکسین او دارو درملو په جوړولو کې په ګډه کار وکړي او په دې برخه کې پلټنو ته دوام ورکړي.

د وي او اې انګرېزي څانګې د خبر له مخې د ۵۴ افریقایي هېوادونو چارواکو په وروستیو کې په څرګنده ویلي چې طبي سامونونو ته زیاته اړتیا لري ځکه چې وایي روغتیایي نظام یې له ډېرې مودې له مالي ستونځو سره مخ دی او د کرونا وایرس له کبله به په ټپه و درېږي.

د افریقایي هېوادونو د ملګرو ملتونو اقتصادي کمیشن تېره اوونۍ پخپل یوه رپوټ کې ویلي، افریقا دا مهال چې لا دې نړیوالې وبا ډېره نه ده ځپلې، د کرونا وایرس د طبي معاینې، له دې ناروغۍ د ژغورنې د جامو او نورو وسایلو او علاج لپاره ۴۴ اربه ډالرو ته اړتیا لري، خو وایي که له دې وبا ډېره اغېزمنه شي نو بیا به ۴۴۶ اربه ډالرو ته اړتیا ولري.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا دا مهال د ۴۳ افریقایي هېوادونو په روغتونونو کې د ځانګړې څارنې په څانګو (ای سي یو) کې د ناروغانو کټونه تر ۵۰۰۰ هم کم دي، چې وایي یو میلین کسانو ته پینځه بسترې رسېږي خو وایي د دې په اندازه په یورپ کې د یو میلین کسانو لپاره ۴۰۰۰ بسترې دي.

د رپوټونو له مخې دا مهال په ټولو افریقایي هېوادونو کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۲۳۰۰۰ دی او تر ۱۱۰۰ زیات کسان یې مړه کړي دي. د روغتیا پوهان وایي دا شمېر کېدای شي تر دې څو چنده زیات وي خو وایي هلته د ټیسټونو د کموالي له کبله دا شمېر کم دی.

افریقایي چارواکي وایي اوس چې طبي وسایل ور رسېدلي دا اوونۍ به یې د کرونا وایرس په ټیسټونو یا معایناتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي او وایي تمه کېږي چې په راتلونکو څلورو اوونیو کې لس لکه کسان معاینه شي.

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، په داسې حال کې چې کرونا وایرس لا هم په تېزۍ خپرېږي، که هېوادونه په بیړه بیرته ټولبند یا لاک ډاون ختم کړي نو دا به د دې وایرس په مخنیوي کې خنډ پېښ کړي. د لوېدیځ پېسیفیک لپاره د ډبلیو ایچ او سیمه ییز مشر ډاکټر ټکیشي کسای وایي:

"دا عادي حالت ته د بیرته را ګرځېدو وخت نه دی، بلکې موږ دې ته اړتیا لرو چې ځانونه په نوي طرز یوه داسې ژوند کولو ته تیار کړو چې ممکنه ده په راتلونکي‌ کې ورسره مخ شو".

د روغتیا نړیوال سازمان دا اندېښنه په داسې وخت کې څرګنده کړې چې ګڼو یورپي هېوادونو لکه ډنمارک، آسټریا، سپېن (هسپانیې) او جرمني سوکه سوکه ټولبند یا لاک ډاون ختموي او نایانو، د غاښانو ډاکټرانو او د تعمیراتو په برخه کې کار کوونکو ته اجازه ورکوي چې بیرته خپلو کارونو ته لاړ شي.

په امریکا کې هم- چې کرونا وایرس تر ټولې نړۍ زیاته ځپلې- ځای پر ځای احتجاجي مظاهرې شوې او خلک غواړي چې بیرته خپلو کارونو ته ستانه شي ځکه چې د تېر یوې میاشتې د ټولبند له کبله په امریکا کې شاوخوا ۲۲ میلینه خلک بې روزګاره شوي دي او د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم غواړي چې ژر بیرته د خپل هېواد کاروبارونه پرانیزي.

XS
SM
MD
LG