لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: په وسله وال بريد کې دوه پاکستاني پوځي سرتيري او يو ځايي تن وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي بريد کې لږ تر لږه دوه پاکستاني پوځي سرتيري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

ځايي انتظاميه پخلی کوي د بريد په مهال په نښته کې يو ځايي تن هم وژل شوی دی.

د شمالي وزیرستان ځايي انتظاميه وايي دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

د انتظامي چارواکو په وېنا د پوځ ګاډی د ميرعلي تحصيل په عېسوخېلو کې په نخښه شوی دی.

د بريد زمه واري د طالبانو حزب الاحرار ډلې منلې ده.

چارواکي پخلی کوي چې په پوځي ګاډي راکټي بريد شوی دوه پوځي سرتيري پکې وژل شوي او درې نور پکې ژوبل شوي دي.

د بريد پرضد ځوابي عمليات شوي پوليس علاقې ته رسېدلي او علاقه يې په ګېره کې اخيستې ده.

انتظاميه او ځايي خلک وايي د نښتې په مهال په ډزو کې يو ځايي تن چې دارعلي نوميږي هم وژل شوی او هغه د ټرېکټر ډرائيور ؤ، د کوره بهر په ډزو لګېدلی دی.

په وزيرستان کې د ځوانانو د تنظيم (يوت اف وزيرستان) وقار داوړ وايي قبايلي سیمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې شوې خو دغلته چې اوس هم کومه بده پېښه وشي د علاقې ټول خلک بيا ځورول کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که د علاقې د خلکو ځورونې بندې نه شوې نو دوی به بيا په احتجاج لاس پورې کړي.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي او د پښتون ژغورنې مخکښ مشر محسن داوړ هم په علاقه کې په بدامنۍ او د پېښو وروسته د خلکو په ځورولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان پوځ ویلي ؤ په بویه سیمه کې په پوځي چيک پوسته برید شوی چې پکې يو پوځي سرتيری وژل شوی او بيا يې په عملياتو کې د پينځه ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.

د یاد برید زمه واري هم حزب الاحرار منلې وه.

په روانه مياشت کې دا څلورم ځل دی چې په شمالي وزيرستان کې دغه ډول پېښې مخې ته راځي.

په ۱۳م اپرېل ترسره شوي برید کې یو پوځي سرتېري او په نښته کې دوه ترهګر وژل شوي وو.

په ۱۱م اپرېل د پاکستان پوځ ویلي ؤ په ذاکر خېل علاقه کې يې عمليات کړي او په نښته کې اووه ترهګر او دوه پوځي سرتيري وژل شوي وو.

له دغې پېښې درې ورځې وړاندې پوځ په شمالي وزيرستان او مومندو کې د اووه ترهګرو د وژلو ادعا کړې وه.

XS
SM
MD
LG