لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دکرونا وائروس ۵۱تازه پېښې ثبت شوې،کابل کې دکرونا دناروغانو کچه تر هرات لوړه شوه


دافغانستان پلازمینه کابل اؤ نورو بیلابیلو ولایتونو کې په تیر یو شوارزو کې د کرونا وائرس ۵۱ پېښې ثبت کړل شوي دي چې دې سره افغانستان کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۱۴۳ ته رسېدلې ده.

دافغانستان د روغتیا د وزارت ویاند وحید مایار د چهارشنبې په ورځ مطبوعاتو ته ویلي په پلازمینه کابل کې د کرونا وائروس دثبت شوؤ پېښو کچه تر هرات هم لوړه شوې ده اؤ په تیر یو شواروز کې چې کومې ۵۱ پېښې ثبت شوي دي هغې کې یوازې کابل څخه ۲۷ پېښې مخې ته راغلي دي.

د روغتیا د وزارت ویاند وایي د نوؤ پېښو رامخې ته کېدو سره کابل کې د کرونا وائروس مثبتې پېښې ۴۱۳ؤ ته رسېدلې دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې دکابل تر څنګ ننګرهار کې دکرونا وائروس شپږ،کاپیسا کې څلور،هرات اؤ کونړ کې درې،درې ،غزني کې دوه ،پروان،پکتیکا،لغمان اؤ فراه ولایتونو کې د کرونا وائروس یوه،یوه پېښه مخې ته راغلې ده.

ویاند زیاته کړه د کرونا وائروس په چټکټیا سره دخوریدو لامل داید چې خلک د دولت اؤ د روغتیا پوهانو خبرې ته غوږ نه نیسي اؤ پرله پسې بې احتیاطي کوي.

هغه اندېښنه څرګنده کړه چې که د کرونا نه د مخنیوي دپاره خلک اختیاطي تدابیر خپل نه کړي نو په راتلونکي کې دا پېښې نورې هم سیوا کیدای شي.

تر دې وړاندې مطبوعاتو راپورونه خپاره کړي وؤ‌ چې کابل کې دافغانستان د صدارتي ماڼۍ ۱۷ مامورین هم په کرونا وائروس اخته شوي دي.

تیره ورځ دافغان ولسمشر اشرف غني اؤ دهغه د میرمنې معائنات هم شوي وؤ ترڅو معلومه کړل شي هغوئ خو په کرونا وائروس نه دي اخته شوي خو د نهې په ورځ مطبوعاتو وویل چې داشرف غني اؤ میرمنې ټيسټونه یې صفا ختلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG