لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبر پښتونخوا کې ۱۴ډاکټران اؤ نور ګڼ طبي مامورین په کرونا وايرس اخته شوي


چارواکي وایي دپاکستان د نورو صوبو په پرتله تر اوسه دکرونا وائروس له امله تر ټولو زیات ۸۰کسان په خیبر پښتونخوا صوبه کې مړه شوي خو اوس مطبوعات وعو کوي چې په دې صوبه کې د۱۴ؤ‌ ډاکټرانو په ګډون ګڼ شمیر نور روغتیایي مامورین هم په کرونا وائروس اخته شوي دي.

دچهارشنبې په ورځ دجیو په نوم یو پاکستاني ټيلي ويژن دعوه کړې ده چې خیبر پښتونخوا کې ۱۴ ډاکټران،پینځه نرسان اؤ ۱۱ نور طبي مامورین په کرونا وائروس اخته شوي دي.

دصوبې د روغتیا سکتر سید امتیاز حسین شاه دغو ټولو طبي مامورینو ته کرونا وائروس یوازې هسپتالونو کې د فرائضو ترسره کولو په مهال نه دي لګیدلي بلکې یو شمیر پکې له هسپتالونو بهر په کرونا اخته شوي دي.

یاد ټي‌ وي پخپل راپور کې زیاتوي یوازې پېښور کې ۱۱ ډاکټران په کرونا وائروس اخته شوي چې هغې کې دوه ښځې ډاکټرانې هم شامل دي.

راپور کې راغلي چې دپېښور ترڅنګ بنو،مردان اؤ سوات کې هم یو،یو ډاکټر په کرونا وائروس اخته شوی اؤ‌ په دې ډاکټرانو کې دیو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

راپور زیاتوي چې پینځه ښځېنه نرسانې هم په کرونا ناروغۍ اخته شوي چې هغې کې دیوې تړاؤ دشانګلې اؤ د څلورو نورو تړاؤ دپېښور سره ده.

دغه ټيلي ويژن وایي د صوبې د روغتیا سکتر سید امتیاز حسین شاه ورته ویلي چې حکومت د ډاکټرانو اؤ طبي مامورینو حفاظت ته اولیت ورکوي اؤ تر اوسه چې څلور طبي مامورین د کرونا څخه اغېزمن شوي دهغوئ بشپړه پاملرنه روانه ده.

دخیبر پښتونخو په ګډون دپاکستان بیلابیلو سیمو کې ډاکټران دټولنیزو رسنیو دلارې نیوکې کوي چې حکومت ورته د کرونا نه د ځان ژغورنې دپاره هغه غوره اسانۍ نه دي ورکړي چې دوئ ورته اړتیا لري.

دصوبې دصحت سکتر ویلي روغتیایي مامورینو اؤ ډاکټرانو ته حکومت ټولې اسانۍ ورکوي اؤ دهغوئ دپاره یې مالي مرستې هم اعلان کړي دي.

دپاکستان په ګلګت بلتستان اؤ کراچۍ سیمو کې تر اوسه څو ډاکټران د کرونا وائروس له امله مړه شوي هم دي اؤ دهیواد بیلابیلو برخو کې ګڼ شمیر ډاکټران په دغه ناروغۍ اخته دي.

پاکستان کې د کرونا په ناروغۍ دڅار لرونکي مرکز د شمیرو له مخې تر دې دمه په ګرد هیواد کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۱۰۰۷۲تر رسېدلې اؤ ۲۱۲کسان په دې وائروسو مړه شوي چې هغې کې د ۸۰ؤ تړاؤ دخیبر پښتونخوا صوبې سره دی.

په خیبر پښتونخوا کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۱۳۴۵ ښودل شوې ده

XS
SM
MD
LG