لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس زر د ختمېدو نه دي، د صحت نړيواله ادارې خبرداری ورکړی


د صحت نړيوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د کرونا وايرس زر د ختمېدو نه دي او ډېری ملکونه د دې وبا د لمړي پړاؤ نه تيريږي.

د صحت د نړيوالې ادارې مشر ټېډرس ګېبرياس د شورو/ چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی نړۍ دې په پام کې وساتی چې د کرونا وبا اوس هم زمونږ سره ده او دا د اوږدې مودې پورې پاتې کېدی شي.

هغه ويلي په اوسني وخت کې کومه غلطي کول نه دي پکار زياتره ملکونه د دې وبا د لمړي پړاؤ نه تيريږي او د کرونا وايرس پېښې چې چرته کمې مخې ته راغلي دي هلته دا وایرس بيا سر پورته کولی شي.

کرونا وايرس تراوسه پورې په نړۍ کې د يو لاک اتيا زرو نه زيات خلک مړه کړي او د ۲۶ لاکه نه زيات يې اغېزمن کړي دي.

د صحت د نړيوالې ادارې مشر خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا وايرس له امله لاک ډاؤن شوی خو ځينې ملکونه وايي چې په لاک ډاؤن کې په نرمۍ کولو غور کوي.

هغه ويلي د کرونا وايرس پرضد نورې مبارزې ته اړتيا لري.

د صحت د نړيوالې ادارې او د صحت د کار پوهانو په وېنا د کرونا وبا د خورېدو د مخنيوي دپاره د لاک ډاؤن او دغه رنګ نور ګامونه اخيستل تر هغه وخته پورې اړين دي څو پورې چې د وبا ويکسين نه وي تيار کړی شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG