لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایا پاکستان کې داځل بیا روژه په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي؟ دمیاشت لیدنو غونډې نن کښېني


په پاکستان کې د روژې د میاشت لیدلو دپاره د دولتي کمیټې اؤ په پېښور کې د قاسم علي خان جومات دشخصي کمیټې بیلابیلې غونډې نن د زیارټ په ماښام رابلل شوي دي.

دپاکستان دموسمیاتو محکمې له وړاندې ویلي دي چې د زیارت په ماښام د رمضان دمیاشتې دلیدلو احتمال ډیر کم دی خو دقاسم علي خان جومات وایي که دمیاشتې دلیدلو په اړوند ورته شهادتونه ترلاسه شول نو دجمعې په ورځ به د وړومبۍ روژې اعلان کوي.

په پاکستان کې زیاتره مهال روژه اؤ اختر دمیاشت لیدنې د دولتي کمیټې اؤ دقاسم علي خان جومات ترمنځ داختلافاتو له امله په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي.

دقاسم علي خان جومات مشر مفتي شهاب الدین پوپلزئ اؤ نور دیني عالمان ګیله کوي چې د میاشت لیدنې دولتي کمیټه کې دخیبر پښتونخوا دخلکو دمیاشت لیدنې په اړوند شهادتونه نه قبلیږي.

خو دمیاشت لیدنې د دولتي کمیټې مشر مفتي منیب الرحمان بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي چې دغه شهادتونه په شرعي اعتبار سره کمزوري اؤ دمنلو وړ نه وي ځکه نه قبلیږي.

دمفتي شهاب الدین پوپلزئ ویاند محمد نصیب وي او ای ډیوه ویلي چې نن د زیارت په ماښام به قاسم علي خان جومات کې دمیاشتې دلیدلو شهادتونو ترلاسه کولو دپاره د دیني عالمانو غونډه راجوړیږي.

هغه ویلي دکرونا وايروس له امله به ننۍ غونډه کې دعالمانو ګډون په ډیره لږه کچه وي خو د خلکو نه به دمیاشتې دلیدلو شهادتونه د ټيلي فون د لارې اخستل کیږي اؤ که شهادتونه ترلاسه شي نو دجمعې په ورځ به د وړومبۍ روژې اعلان کولی شي.

په عین حال کې نن د میاشت لیدنې د دولتي کمیټې غونډه هم دماښام دنمونځ نه وروسته د مفتي منیب الرحما په مشرۍ کراچۍ کې دموسمیاتو د محکمې دفتر ته رابلل شوې ده چې پکې به د رمضان دمیاشتې دلیدلو په اړوند شهادتونه اخستل کیږي.

دپاکستان دموسمیاتو محکمې درې ورځې وړاندې ویلي وؤ چې د زیارت په ورځ به د رمضان د میاشتې عمر ډير کم وي چې له دې امله یې په نظر دنه راتلو احتمال زیات دی.

دسعودي عرب په ګډون د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د جمعې په ورځ د وړومبۍ روژې نیولو احتمال ښودل شوی دی

XS
SM
MD
LG