لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان طالبان وایي امریکا ورسره د خپلو ژمنو په پوره کولو کې ناکامه شوه


واشنګټن ــــ افغان طالبانو تور لګولی چې وایي امریکا ورسره تر اوسه پورې د امن په تړون کې کړې ژمنې نه دي پوره کړې خو وایي د امن په لاره کې پراته ټول خنډونه د افغان حکومت له خوا جوړ شوي دي.

طالبانو دا بیان په داسې وخت کې ورکړی چې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په تازه پېښو کې د لسګونو افغان پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی او د افغان سولې بهیر یې له خنډ سره مخ کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر ویاند سهېل شاهین د سولې د خبرو په مخ کې افغان حکومت خنډ بللی او وایي چې تر اوسه یې د سولې له تړون سره ټول قیدي طالبان نه دي خوشي کړي. سهېل شاهین وي او اې اردو څانګې ته ویلي:

"د طالبانو او امریکې تر منځ د سولې د تړون له مخې به پر ټاکلي وخت بین الافغاني مذاکرات شروع کېدل، خو تر هغه مخکې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو تبادله کېده مګر د کابل حکومت بندیان نه خوشي‌ کوي".

د امریکې او طالبانو تر منځ د فرورۍ پر ۲۹مه په شوي تړون کې ویل شوي‌ وو، چې طالبان به د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه او افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشي کوي، خو تر اوسه افغان حکومت ۴۳۲ او طالبانو ۶۰ بندیان خوشي کړي دي.

سهېل شاهین وایي طالبان له افغان حکومت سره د سولې د خبرو په پرمختګ کې سنجیده دي خو وایي مقابل لوری یې هم باید خپله سنجیدګي وښیي. وایي که یې بندیان د مارچ تر ۱۰مې مخکې خوشي شوي وای بین الافغاني مذاکرات به اوس وختي پیل شوي وای.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، حکومت یې پلان لري چې د طالبانو ۱۵۰۰ بندیان په راتلونکو څو اوونیو کې خوشي کړي، خو وایي طالبانو تر اوسه د حکومت یواځې ۴۰ بندیان خوشي کړي او پاته نور عام خلک دي چې وایي طالبانو په تېره یوه نیمه میاشت کې نیولي وو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم د چارشنبې- شورو په ورځ په ټلیفوني خبرو کې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړې وې او عمران خان باور ورکړی وو چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره به هم خپل د منځګړي رول ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG