لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په برتانیه کې انسانانو ته د کورونا واکسین ازمېښت پیل شوی


واشنګټن: ساینس پوهانو په برتانیه کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ انسانانو ته د کورونا واکسین د ورکړې ازمېښت پیل کړی.

د اکسفورډ پوهنتون یوې ډلې خپل جوړ کړی ازمایښتي واکسین لومړني رضاکار ته ورکړی.

ددې ترڅنګ ایټالیا، جرمني او بلجیم هم ویلي، چې د دوی ساینسي ډلې هم په ګډه سره په یو بل ورته واکسین باندې کار کوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به پر انسانان و ازمایل شي.

د برتانیې جي اس کې او د فرانسې سنوفي تېره اونۍ د کورنا واکسین د جوړولو په برخه کې د یو ورته تړون اعلان کړی وو چې ددې کال په دوهمه نیمايي کې به په ازمایښتي توګه انسانانو ته ورکړل شي.

دا مهال په نړۍ کې د کوېډ ۱۹ شاخوا ۱۰۰ بېلا بېل واکسینونه د ساینس پوهانو او څېړنیزو ډلو لخوا تر څېړنو لاندې دي چې لږ تر لږه پنځه یې پر انسانانو باندې د ابتدايي ازمېښت په پړاو کې دي.

د اکسفورډ پوهنتون ساینس پوهانو تېره اونۍ ویلي وو چې د دوی لخوا د جوړ شوي واکسین اوس د میلیونونو واکسینونو د جوړولو وړتیا لري.

دوی د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې انسانانو ته د واکسین ورکولو دغه لومړنۍ ازموینې ددې لپاره کېږي چې دا پیدا کړي چې د کوېډ ۱۹ په وړاندې دا واکسین کار کوي.

XS
SM
MD
LG