لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ له اغېزمنو سره د ۴۸۴ بیلینه ډالرو پر مرستې لاسلیک کوي


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، دی ښايي د زیارت یا پنجشنبې ‌په شپه له کوچنیو کروبارونو او روغتونونو سره چې د کرونا د وبا له امله ځپل شوي د ۴۸۴ بیلینه ډالرو د مرستې په مسودې باندې لاسلیک وکړي.

دا به په دوو میاشتو کې څلورم ځل مرسته وي چې په لسګونو میلیونو امریکایان به یې د کرونا د وبا د پیل راهیسې د کاروبارونو د تړل کېدو له امله ترلاسه کوي.

د کورونا د وبا د پیل راهیسې تر ۲۶ میلیونو زیاتو امریکایانو د بې کارۍ له امله د مرستو غوښتنه کړې.

د زیارت یا پنجشنې په ورځ د خپاره شویو مالوماتو له مخې په دغې شمېره کې یواځې تېره اونۍ ۴.۴ میلیونه زیاتوالی راغلی.

د ۴۸۴ بیلینه ډالرو د مرستو دغه قانوني مسوده د امریکا د استازو په جرګه یا هاوس اف ریپرېزینټیټیو کې د پنځو مخالفو رایو په مقابل کې په ۳۸۸ موافقو رایو باندې په غوڅ اکثریت سره په داسې حال کې تصویب شوه چې ولسمشر ټرمپ او مرستیال یې مایک پېنس په سپینه ماڼۍ کې د کورونا په اړه خبري غونډه درلوده.

ټرمپ وویل، "مونږ واکسین ته ډېر نږدې شوي یو." خو زیاته کړه چې "له بده مرغه ازمېښت ته یې ډېر نه یو نږدې شوي."

ساینس پوهانو ویلي، که کچېرې د واکسین په کاندیدانو باندې لومړنی ازمېښت په سمته توګه پر مخ ولاړ شي نو دوی به یې د کلینکي ازمېښت لپاره له یو کال څخه تر ۱۸ میاشتو وخت کې چمتو شي.

بل پلو په امریکا کې د ساري ناروغیو وتلي متخصص ډاکټر انتوني فوسي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ټایمز مجلې ته وویل چې په امریکا کې اوس هم د کورونا وایرس د ټیسټونو په برخه کې ستونزې شته دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG