لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ ارسي پي:دکرونا مخنیوي دپاره دپاکستان دحکومت لخوا اخستل کیدونکي ګامونه داندېښنې وړ دي


دپاکستان دبشري حقونو کمیشن(ایچ ار سي پي د کرونا وائروس دمخنیوي اؤ علاج په اړوند د مرکزي حکومت په ګامونو سختې نیوکې کړي اؤ هغه یې داندېښنې وړ بللي دی.

دبشري حقونو کمیشن پخپل یو بیان کې ویلي په هیوادو کې چې په کومه توګه د کرونا پېښې سیوا کیږي اؤ د روغتیا په څانګه کې چې د راپیدا شوي بحران څخه مرکزي حکومت دځان ژغورلو څنګه هڅې کوي هغه د اندېښنې وړ دي.

په دې بیان کې راغلي چې د دمرکزي حکومت له اړخه اخستل کیدونکو ګامونو کې دتسلسل اؤ واضحه سوچ کمی لیدل کیږي چې له دې امله دې وبا څخه د وتلو هیله نه شي کیدای.

دبشري حقونو کیمشن ویلي مرکزي حکومت دلاک ډاون په هکله د بیلابیلو پیغامونو په ورکولو سره اولس تردد کړی دی اؤ هم یې خپل پلویان د سندهـ حکومت د لاک ډان دپررېکړې په ضد نیوکو ته راپارولي دي.

ایچ ار سي پي وایي دکرونا وایرس له امله پرمختیایي هیوادونو زیات زیانونه لیدلي دي خو دپاکستان حکومت په هغوئ دتیرو شوؤ حالاتو څخه دسبق اخستلو پځائ‌ غیرسنجیده ښکاري.

دبشري حقونو کمیشن وایي پاکستان کې د ډاکټرانو د اتحادیې د ډاګیز خبرداري باوجود حکومت د ځېنو دیني عالمانو دفشار لاندې راغلو اؤ‌ ژوژه کې یې په باجماعت ډول د نمونځونو اجازه ورکړې ده.

کمیشن وایي په نورو هیوادونو کې د لاک ډان په مههال عبادتخانو ته د ورټولیدو اجازه نه ورکول کیږي.

په بیان کې راغلي په داسې وخت کې چې دهیواد دیوې لویې نفوس لرونکې صوبې سندهـ دننه ګڼ خلک دکرونا سره مخ دي مرکزي حکومت ددغه صوبې دحکومت په ضد خپلې مټې رابډ وهلي اؤ دهغوئ ښو کارونو ته هم دبدو نوم ورکولو هڅې کوي.

دپاکستان حکومت روژه کې دځېنو ځانګړو لارښوونو سره روژه کې د جوماتونو دننه د تراویحو دنمونځ اجازه ورکړې ده خو دحکومت په دې پرېکړه هم د هر لوري نیوکې روانې دي.

دپاکستان میډيکل ایسوسي ایش صدر ډاکټر اشرف نظامي پاکستاني مطبوعاتو سره خبرو کې اندېښنه ښودلې ده چې په راتلونکي کې حالات نور هم ترینګلي کیدای شي اؤ‌ الله دې نکړي چې یو داسې وخت راشي چې بیا مونږ خپلې درملنې ته په سړکونو پراته یو.

هغه ویلي د جوماتونو دپاره چې کومې سپارښتنې شوي هغه دعمل جوګه نه دي ،پکار ده چې تراویح اؤ نمونځونه په جوماتونو کې ونکړل شي.

خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان د زیارت په ماسخوتن واضحه کړې چې که چرې جوماتونو ته د روژې دپاره په شوؤ سپارښتنو عمل ونه شي نو حکومت به د کرونا وائرس دمخنیوي په خاطر جوماتونه وتړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG