لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مولانا طارق جميل ميډيا ته په دروغژنه ويلو او د ښځو د حیا بيان ته په سوشل ميډيا سخت غبرګون ويل شوی


طارق جمیل
طارق جمیل

د تبليغي جومات سره تړاؤ لرونکي مولانا طارق جميل د وزیراعظم عمران خان سره شريک په ټيلي ويژن پروګرام کې ويلي چې ټوله ميډيا دروغ وايي او د ښځو د بې حیايۍ خبره یې کړې چې د عذاب سبب جوړیږي.

مولانا طارق جميل د وزیراعظم عمران خان سره د کرونا وبا دپاره د فنډ راټولو په موخه په ټيلي ويژن راجوړ پروګرام کې چې پاکستاني ژورنالسټان هم پکې موجود ؤ، مولانا د ټيلي ويژن چېنل د نوم اخستو پرته وويل د يو غټ چېنل مالک ورته ويلي چې چېنل د دروغو نه بغېر نه چليږي.

هغه ويلي په ملک کې حيا چا تار تار کړې؟ د ملک لوڼه څوک ګډوي د هغو جامې چا لنډې تنګې کړي او کله چې د مسلمان لور بې حيايۍ ته ځي نو په هغو عذاب راځي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د مولانا طارق جميل بيان ته په غبرګون کې د حېرانتيا/ ويره څرګندونه کړې چې په ناوړه توګه يې د کرونا وايرس وبا يې د ښځو د حيا سره تړلې ده.

اېچ ار سي پي ويلي دغه ډول د بدې رویې اعتراضونه د قبلولو نه دي او په ټیلي ويژن چېنل دغه خبرې خپرېدل په ټولنه کې د بدانتظامۍ سبب ګرځي.

ندا کرماني چې د ښځو د حقونو دپاره کار کوي په ټویټر ویلي، هغه د خپلو ټولو مينه والو نه بخښنه غواړي چې يو ځل یې بې لستوڼو کميس اغوستی ؤ.

هغې ويلي زه نه ؤم خبر چې دغسې کول به د نړیوالې وبا سبب جوړيږي.

د پيپلزګوند سره تعلق لرونکې سياستوالې پلوشه خان په ټويټر ويلي، مولانا طارق جمیل د ۲۲ کروړه خلکو سپکاوی کړی بخښنه دې وغواړي يا دې قوم د هغه نه بايکاټ وکړي د انسان او د الله په مينځ کې د درېم تن ضرورت نشته.

ژونالسټ مرتضی علي شاه د میډيا په اړه د مولانا طارق جمیل د څرګندونو په اړه ویلي،

پاکستان ميډيا د طارق جميل نه هيرو جوړ کړی او هغه ته يې دغه ځای ورکړی دی، هغه په نېغ په نېغه خپرونه کې ټولې پاکستانۍ ميډيا ته دروغژنه وويل، ښه یې وکړل.

ژورنالسټ حامدمير چې په دغه پروګرام کې ګډون کولو وورسته يې په خپل پروګرام (کېپټل ټاک) کې ويلي،

د مولانا طارق جميل خبرو په خلکو کې بدګماني پېدا کړې چې ميډيا دروغ وايي او بل دا چې هغه بايد د هغه ټيلي ويژن چېنل د مالک نوم ښکاره کړي.

میر وايي مولانا طارق جمیل به دغه ډول خبر د نوازشریف (پخواني وزيراعظم) په کابينه کې هم کښېناستو او دغه ډول خبرې به يې کولې کومې چې هغه اوس د عمران خان په باره کې کوي.

مولانا طارق جمیل وايي چې عمران خان رښتونی او پاک تن دی او زياتره د عمران خان ستاينې کوي.

خو په ټولنيزو رسنیو ځينو کسانو د مولانا طارق جمیل بيان ستایلی هم دی چې هغه سمې خبرې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG