لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نېټو : طالبان دې تاوتریخوالی کم او زر تر زره مذاکرات پیل کړي


نېټو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې په طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی دې زر تر زره کم کړي او مذاکراتو ته دې شرایط برابر کړي.

نېټو ویلي ‌چې په افغانستان کې د "طالبانو د تاوتریخوالي‌ اوسنۍ کچه" د منلو وړ نه ده.

نېټو په دغه اعلامیه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت په استازيتوب د ټول اړخيزه مذاکراتي ټيم - پلاوي د جوړېدو هرکلی کړی ، او په طالبانو یې غږ کړی " چې پرته له ځنډ دې دغه ټیم سره مذاکرات پیل کړي چې د امریکا - طالبانو د تړون مهمه برخه ده. "

نیټو اعلامیه زیاتوي چې " دوی تمه لري چې دا مذاکرات به د تلپاتې او هر اړخیز سولې لوظنامې لامل شي چې تاوتریخوالي پای ته ورسوي ، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه، د قانون حاکمیت ساتي ، او ډاډ ورکوي چې افغانستان بیا هیڅکله د ترهګرو لپاره د خوندي ځای په توګه کار ونکړي. "

نېټو همدغه شان ویلي چې ټول اړخونه باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

په اعلامیه کې د ټولو سیاسي مشرانو او د هغوی له پلویانو نه غوښتنه شوې‌ ده چې خپل اختلافات دی ختم کړي،‌ او یو ټول شمول حکومت دې جوړ کړي او د سولې د دغه فرصت نه دې ګټه پورته کړي.

نېټو له افغان حکومت او طالبانو نه غوښتي‌ چې د بندیانو د پرېښودو لړۍ دې ګړندی کړي او د اوربند په اړه دې د نړیوالو غوښتنه ومني. د نېټو په اعلامیه کې ویل شوي چې کوویډ- 19 ناروغۍ دې ګام ته اړتیا نوره هم زیاته کړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په روژه کې د افغان حکومت له لوري د اوربند خبره رد کړی. افغان حکومت او نورو هیله څرګنده کړې وه چې د کرونا وایرس ګواښ ته به د اوربند په حال کې غوره ځواب ورکړل شي.

أفغان حکومت وايي‌ تر دې دمه یې 550 طالب بندیان پرېښي دي‌ او ټاکل شوې چې 950 نور طالبان به هم پرېښودل شي.

طالبانو هم 60 تنه پرېښي دي‌ چې افغان چارواکي‌ وایي یوازې 19 کسان یې افغان سرتېري وو.

نېټو په خپلې اعلامیې کې یو ځل بیا د افغانستان سره او افغان ځواکونو سره خپلو اوږد مهاله ژمنو په دوام ټېنګار کړی دی.

نېټو دا مهال په افغانستان کې زرګونه عسکر لري،‌ هیله لري‌ چې له طالبانو سره خبرې نتیجه ورکړي.

په عین وخت کې نېټو ویلي چې افغانان دی د سولې د فرصت نه ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG