لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې کرونا وايرس نور ۱۶ تنه مړه کړي


په پاکستان کې کرونا وايرس نور ۱۶ تنه مړه کړي دي، په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ کسانو شمېره ۲۵۳ ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې د کرونا وايرس یو لاک ۳۸زره ۱۴۷ ټېسټونه شوي او په ۱۱زره ۸۷۷ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او تراوسه پورې په ملکې ۲۷۵۵ کسان د دې وايرس نه صحتمند شوي دي.

په ملک کې په تېر شوا روزکې شپږ زره ۷۸۰ ټېسټونه شوي، په ۷۸۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۱۶ ترې مړه شوي دي.

خېبرپښتونخوا

په خېبرپښتونخوا کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس نه نور څلور تنه مړه شوي او په دغه صوبه کې په کرونا وايرس اخته د مړو کسانو شمېره ۸۹ ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په صوبه کې په ۱۷۰۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۴۷۲ کسان ترې ښه شوي دي.

پنجاب

په پنجاب کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه اته کسان مړه شوي او په صوبه کې د مړو شمېره ۷۳ ته لوړه شوې ده.

په پنجاب کې په کرونا وايرس د مړينو دا ټولو زياتې شمېرې دي چې مخې ته راغلي دي.

په صوبه کې په ۵۰۴۶ کسانو کې د وايرس پخلی شوی او ۱۰۶۵ ترې صحتمند شوي دي.

سند

د پاکستان په سند صوبه کې په تېر شواروز کې په کرونا وايرس اخته دوه کسان مړه شوي او په صوبه کې د مړو ټوله شمېره ۷۵ ته رسېدلې ده.

په سند کې په ۳۹۴۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۷۷۲ ترې صحتمند شوي دي.

بلوچستان

په بلوچستان کې کرونا وايرس تراوسه پورې لس تنه مړه کړي، په ۵۶۵ کسانو کې وايرس مالوم شوي او ۱۷۶ ترې صحتمند شوي هم دي.

په اسلام اباد او ګلګت بلتستان کې د کرونا وايرس نه درې، درې تنه مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG