لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې په کرونا وايرس اخته شوی لمړی ډاکټر مړ شو


د پېښور په حیات اباد مېډېکل کمپليکس روغتون کې په کرونا وايرس اخته شوي ډاکټر پروفېسر محمد جاوېد نن د خالي/ شنبې په ورځ ژوند د لاسه ورکړو.

د حيات اباد مېډېکل کمپليکس انتظاميې پخلی کړی چې ډاکټر پروفېسر محمد جاوېد چې د غوږونو، پوزې او مرۍ (اي اېن ټي) د ناروغو ډاکټر ؤ يوه اوونۍ وړاندې پکې د کرونا وايرس پخلی شوی ؤ او هغه په وينټي لېټر ؤ.

د روغتون مشر ډاکټر شهزاد فېصل ويلي په خېبرپښتونخوا کې چې په څو ډاکټرانو او طبي عمله کې د کرونا وايرس پخلی شوی په هغو کې ډاکټر جاوېد لمړی ډاکټر دی چې ژوند يې د لاسه ورکړو.

هغه زیاته کړې چې ډاکټر جاوېد د کرونا وايرس د ناروغانو په درملنه کې خپل خدمتونه ترسره کول.

د خېبرپښتونخوا صوبې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر اميرتاج وايي د حکومت نه غوښتنه کوي چې د کرونا وايرس نه څوک ډاکټر مړ شي د هغه دپاره دې د (شهيدانو پېکج) اعلان کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل د حکومت نه بيا بيا غوښتنه کوي چې لاک ډاؤن نور سخت کړي، او ډاکټران په خلکو غږ کوي چې په کورونو کې پاتې شي.

هغه وايي که دا وبا نوره خوريږي نو د دوی سره په روغتونونو کې هیڅ داسې انتظام نشته چې بيا یې قابو کړي، ځکه دوی وايي چې د کرونا نه د خلاصي يواځينۍ لاره احتياط او ځان ساتنه ده.

په پاکستان کې د صحت قامي ادارې درې ورځې وړاندې ويلي ؤ چې په ملک کې په ۲۵۳ ډاکټرانو او نوره طبي عمله کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د ادارې په رپوټ کې ویل شوي چې ۱۲۴ ډاکټران، ۳۹ نرس يا نرسانې او ۹۰ نوره طبي عمله په کرونا وايرس اخته شوې ده.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه ۲۵۳ کسان مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG