لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د کرونا وائرس ۷۲۳نوې پېښې مخې ته راغلې دي،په یوه ورځ ۱۵کسان مړه


پاکستان کې دکرونا وائرس ۷۲۳نورې پېښې ثبت شوي چې دې سره دغه هیواد کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۲۷۲۳ؤ ته رسېدلې ده اؤ تر اوسه په دې وائرس ۲۶۹کسان مړه شوي هم دي.

پاکستان کې په کرونا وائرس دڅار مرکز وایي په تیر یو شواروز کې دې وبا ۱۵ کسان وژلي اؤ په خیبر پښتونخوا کې د کرونا دلاسه د وژل شوؤ شمیره ۹۳ ته رسېدلې چې دپاکستان د نورو ټولو صوبو په پرتله دا شمیره لوړه ښودل کیږي.

په کرونا وائرس د څار مرکز د شمیرو له مخې تر دې مهاله د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې په پنجاب ایالت کې رامخې ته شوي چې شمیره یې ۵۳۷۸ده.

همدا شان په سندهـ صوبه کې ۴۲۳۲،خیبر پښتونخوا کې ۱۷۹۳،بلوچستان کې ۷۲۲،اسلام اباد کې۲۳۵،ګلګت بلتستان کې ۳۰۸ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې د کرونا ۵۵ پېښې ثبت کړل شوي دی.

د صحت محکمه وایي چې تر اوسه پاکستان کې ۲۸۶۶کسان له دې ناروغۍ څخه روغ شوي هم دي.

په پاکستان کې دا مهال د کرونا دمخنیوي په غرض لاک ډاون یا کار بندیز روان دی اؤ پوځ اؤ پولیس ځائ پځائ ګمارل شوي ترڅو خلک عبث ګرځېدو اؤ راټولیدو ته پرې نه ږدي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د خالي د ورځې نه روان لاک ډاؤن وروسته له هغې نور هم سخت کړل شوی چې پېښور نه پرله پسې د کرونا په زیاته شمیره پېښې مخې ته راغلې.

دخیبر پښتونخوا حکومت د پرېکړې له مخې اوس یوازې د دوایانو د دوکانونو څخه پرته نور ټول هغه دوکانداران چې وړاندې دکار کولو اجازه ورکړل شوې وه ،اوس به هغوئ هم یوازې د ماذیګر څلورو بجو پورې خپل دوکانونه خلاص ساتلی شي

XS
SM
MD
LG