لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس:دنړۍ یو شمیر هیوادونو کې دمعاشي بدحالۍ اؤ ولږو،تندو اندېښنه


په بېړنیو حالاتو کې مرسته کوونکي د نړۍ تر ټولو ستر سازمان دنړۍ په ټولو حکومتونو ټینګار کړی چې دکرونا وائرس له امله د شوؤ اقتصادي زیانونو د ازالې دپاره باید یو پلان برابر کړي.

دنړۍ ۱۹۲ هیوادونو کې په مرستو دبوخت نړیوال سازمان سور صلیب اؤ ریډ کریسنټ ټولنو صدر فرانچسکو روکا ویلي د کرونا وبا له امله نړۍ کې داقتصادي بې ثباتۍ،دخوراک دکموت اؤ ولږې په څېر ستونزې سر راولاړولی شي.

دیو ویډيو مطبوعاتي کانفرنس د لارې فرانچسکو ویلي “مونږ ته به د ادارو سره په ګډه په دې اړوند تګلاره جوړول وي، وړاندې تر دې چې په مونږ ډير ناوخته شي”

هغه دنړۍ زیاترو هیوادونو کې پرځائ کړل شوؤ بندیزونو ته په اشاره وویل دلاک ډاون له امله د خلکو د ګټې وټې لارې تړل شوي دي،دې هیوادونو کې لویدیز هیوادونه هم شامل دي اؤ هغه هیوادونه هم چرته چې وضعیت زیات خراب دی یا د شخړو سره مخ دي.

هغه وویل که چرې دمعاشي بخالۍ کوم ستر پروګرام اعلان نه کړل شي نو خلک به ترخپلو ټولنو محدود پاتي شي اؤ د ولږي ،دخوراک دکمي اؤ فاقو له امله به کدوالیو کې ډيره زیاته اضافه ولیدل شي.

هغه د اقتصادي وضعیت په اړوند د امریکا دمارشل پلان یادؤنه هم کړه اؤ وي ویل دغسې منصوبې یا پلان جوړولو ته اړتیا ده.

امریکا مارشل پلان په کال ۱۹۴۸ کې منظور کړی ؤ چې په اساس یې جرمني کې د نازي حکومت له ماتې وروسته د غربي اروپایي‌ هیوادونو سره اقتصادي مرستې شوې وې.

د سور صلیب مشر وایي دهغه په خیال همدغه رقم داقتصادي مرستو هڅه اړینه ده اؤ باید په دې هکله حکومتونه سم د واره سوچ پیل کړي.

هغه وایي اوس خلک لاک ډاون په پام کې نه نیسي په ځانګړي ډول هغه خلک چې خوراک نه لري.

هغه زیاتوي ډير خلک داسې هم شته چې صفا اوبه اؤ د ژوند دضرورت نور شیان نه لري.

فرانچسکو زیاتوي په ګڼو هیوادونو کې د دارو درملو اؤ‌ نورو روغتیایي اسانیو د نه شتون ستونزې هم شته اؤ‌په ځېنو هیوادونو لګیدلو نړیوالو بندیزونو وضعیت نور هم خراب کړی د

XS
SM
MD
LG