لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: په افغانستان کې سږ په لومړیو درو میاشتو کې 500 عام خلک وژل شوي


واشنګټن ـــــ ملګري ملتونه وایي د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا 500 عام خلک په جګړو کې وژل شوي چې وایي په هغوی کې تقریباً درېیمه برخه یې ماشومان دي او د دې تر څنګ 760 تنه ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د یوناما نوې ټاکل شوې مشره او د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې مېرمن ډیبورا لیونز وایي "په افغانستان کې د بې شمېره عامو خلکو د ژوند ژغورلو او هغوی ته د ښه راتلونکي د هیلې ورکولو لپاره دا ضرروري ده چې اوربند وشي او د امن خبرې پیل شي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یوناما د اپرېل پر 27مه پخپله رپوټ کې په ټینګار سره ویلي، په داسې حال کې چې د دې هېواد ټول وګړي د کرونا وایرس له خطر سره مخ دي، د عامو خوندیتوب ته زیاته اړتیا ده.

د یوناما په رپوټ کې ویل شوي چې د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر 31مې په جګړو کې 152 ماشومان وژل شوي او 265 ټپیان شوي دي، همدارنګه 60 ښځې وژل شوې او 108 ټپي شوې دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې دا رپوټ په داسې وخت کې خپور کړی، چې د افغان حکومت په ګډون، امریکا او نېټو ځواکونو هم په افغانستان کې له طالب وسلوالو د کرونا وایرس د مخنیوي په مبارزه کې د اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو رد کړې ده.

یوناما پخپل رپوټ کې وایي، د عامو خلکو د مرګ ژوبلې زیاتې پېښې په تېره مارچ میاشت کې پر دې برسېره شوې دي چې د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې به څه نتیجه ورکړي او جګړه به کمه شي.

په رپوټ کې د دغو عامو خلکو د وژنې او ټپي کېدو 55 فیصده ذمه واري پر افغان طالبانو،‌ داعش ډلې او نورو ناڅرګنده حکومت ضد وسلوالو ډلو ور اچول شوې ده، خو وایي د ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب تر وسلوالو افغان او بهرني ځواکونه دي.

افغان طالبانو د یوناما په رپوټ کې د دوی په اړه شوې دعوه رد کړې او ویلي یې دي چې دوی تل په جګړه کې د عامو خلکو خوندیتوب ته په سنجیدګۍ سره پام کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي:

"موږ د یوناما له خوا خپاره شوي ارقام ردوو، چې د عامو خلکو د تلفاتو ۳۹ فیصده یې مسئولیت یې پر موږ را اچولی، د اسلامي امارت له خوا د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړی کمیسیون کار کوي چې په جهادي صفوفو کې يې د ملکي تلفاتو کچه صفر ته نیږدې کړي ده".

افغان حکومت د یوناما په رپوټ کې د افغان ځواکونو په اړه شوې دعوه په ښکاره نه ده رد کړې خو ویلي یې دي چې په جګړه کې لومړنۍ ذمه واري یې د عامو خلکو ساتنه او ژغورنه ده. د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه ازادي رېډیو ته ویلي:

"د ملکیانو د ساتنې په هدف مو د ځانګړو مېکانیزمونو له مخې مؤثر فعالیتونه کړي دي. موږ ژمن یو چې د مخالفانو له جګړو او د کرونا له ویروس دواړو څخه د خپلو خلکو د ساتنې لپاره لا نور اقدامات هم وکړو."

ملګرو ملتونو دا رپوټ په داسې وخت کې خپور کړی چې په افغانستان کې یو ځل بیا په جګړه کې زیاتوالی راغلی او د حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې پر سر د اختلافونو له کبله د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو بهیر د ځنډ ښکار دی.

XS
SM
MD
LG