لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاوچي د کاروبارونو په پرانېستلو کې د چټکۍ په اړه خبرداری ورکړی


واشنګټن: په امریکا کې د کورونا وایرس وتلي کارپوه ډاکټر انټونیو فاوچي د زیارت یا پنجنشبې په ورځ خبرداری ورکړی کچېرې هېواد په چټکۍ سره بېرته پرانېستل شي نو د کورونا وبا به بیرته خپره شي.

په داسې حال کې چې د امریکا ځینو والیانو کاروبارونه بېرته پرانېستي، فاوچي له هغوی غوښتي چې دا بهیر باید ډېر په کراره پرمخ ولاړ شي په ځانګړې توګه که دوی د کورونا د نویو ناروغانو پېژندنه نشي کولای .

فاوچي ان بي سي ټي وي ته نن وویل، "دا هغه څه دي چې زه یې په اړه اندېښنه لرم او زه هیله لرم چې دوی داسې و نه کړي."

د ګڼو ایالتونو والیانو په دې وروستیو ورځو کې ویلي دي، چې رسټورانټونه، سټورونه، او وېښتانو او نوکانو صالونونه او یو شمېر نور داسې که وغواړي نو کولای شي خپل کاروبارونه بېرته پرانېزي.

په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ اپرېل میاشت په مې باندې بدلیږي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، دی غواړي هغه حکومتي غوښتنه ختمه کړي چې امریکایان دې له یو او بل څخه دوه متره واټن وساتي.

که څه هم په امریکا کې د کورونا وایرس مړینې له ۶۱۰۰۰ څخه زیاتې شوې دي ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ده د کورونا وبا په کابو کولو کې غوره کار کړی دی.

هغه وویل، "داسې یو کس هم نشته چې د مصنوعي ساه اخیستلو وسیلې (وینټېلېټر) ته یې اړتیا وي او ترلاسه کړي یې نه وي."

په هر حال، په نهو ایالتونو کې به د ځینو کاروبارونو بیا پرانېستلو ته اجازه ورکړل شي، ۱۶ نور هم پلان لري چې کاروبارونه ژر پرانېزي او پاتې ۲۵ ایالتونه به لا همداسې تړلي پاتې وي او یا به پکې ډېر محدود کاروبارونه پرانېستل شي.

ډاکټر فاوچي ویلي، هغه ایالتونه چې غواړي کاربارونه پرانیزي باید حکومتي سپارښتنو ته جدي وګوري او هغه داسې که په دوو اونیو کې یې د کورونا پېښې همداسې په کمېدو روانې وي او دا هغه معیار دی چې زیاتو ایالتونو لا تر اوسه نه دی پوره کړی.

فاوچي دا هم وویل چې د ټرمپ له ادارې سره په ګډه کار کوي چې څومره ژر چې امکان ولري د کورونا واکسین جوړ شي.‌

هغه دا هم وویل، چې دا امکان هم شته چې تر جنورۍ میاشتې پورې د کورونا وایرس په سلګونو میلیونو واکسینونه جوړ کړای شي.

فاوچي زیاته کړه، مونږ غواړو چې په چټکۍ سره پر مخ ولاړ شو خو مونږ باید دا باوري کړو چې دا وکسین خوندي او اغیزناکه وي او دا شوني دي که هر څه سم پر مخ ولاړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG