لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تاجکستان کې د اخبار پر ویب پاڼې بندیز لګول شوی


په تاجکستان کې د اخبار ویب پاڼه
په تاجکستان کې د اخبار ویب پاڼه

واشنګټن: په داسې حال کې چې نړۍ د کوېډ ۱۹ د خپرېدو په مخنیوي باندې بوخته وه، د تاجکستان سترې محکمې د اخبار په نامه په یوې پراګ مېشتې خبري ویب پاڼې باندې بندیز لګولی.

دوی ویلي، چې یادې ویب پاڼې د ترهګرو او توندلارو ګټو ته کار کاوه.

محکمې په مارچ میاشت کې په تاجکستان کې د اخبار ویب پاڼه بلاک کړې وه او ویلي وو چې دوی نشي کولای په قانوني توګه د یوې خبري رسنۍ په توګه کار وکړي.

د اخبار ویب پاڼې چیف اېډیټر او بنسټ ایښودونکي میرزو سالمپور چې پخوا یې د ازادۍ راډیو له تاجکي څانګې سره کار کاوه ویلي دي، چې دغه بندیز یو روښانه پیغام لري او هغه دا چې خپلواکې رسنۍ به د تاجکستان د حکومت لخوا و نه زغمل شي.

هغه وړاندې وویل، "دا د مطبوعاتو په ازادۍ باندې یوه مستقیمه حمله ده."

تاجګ چارواکي په اخبار ویب پاڼې باندې تور لګولی چې د تاجکستان د لا قانونه ګرځول شوې اسلامي ډلې په پلوي یې کار کاوه.

یاده ډله ددغه هېواد تر ټولو ستره مخالفه ډله ګېږي چې په ۲۰۱۵ کال کې د حکومت لخوا ترهګره ډله وګرځول شوه.

سالمپور دا رد کړې چې ګواکې د کومې ډلې یا کس لپاره کار کوي بلکه ویلي یې دي چې دوی د تاجکسنان خلکو ته کار کوي څوک چې باوري خبرونو او څېړنو ته لاس رسۍ نه لري.

د اخبار ویب پاڼه چې په تاجکي او روسي ژبه د لویدیځ په مالي مرسته چلېږي په منځنۍ اسیا، روسیې او نورو برخو کې د تاجکانو پر مسلو باندې کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG