لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمزدورانو تر ټولو سختو ورځو کې دمزدورانو نړیواله ورځ نمانځل کیږي


دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې نن د خوارېکښو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې نړۍ کې دکرونا وایرس د را الوتلې وباء له امله مزدوران تر ټولو زیات ځپل شوي اؤ بې روزګاره شوي دي.

دمزدورانو د نړیوالو ورځو په مناسبت چې نور کله هر کال دنړۍ بیلابیلو هیوادونو کې غونډې اؤ دستورې کیږي سږکال د کرونا وایرس له امله دا ورځ په خاموشۍ سره نمانځل شوې اؤ یوازې سیاسي اؤ حکومتي مشرانو ددې ورځې په اړوند په میډيا اؤ‌ ټولنیزو رسنیو خپل پیغامونه خپاره کړي دي.

د مزدورانو نړیوال تنظیم (ای ایل او) دوه ورځې وړاندې خبرداری ورکړی ؤ چې د کرونا وایرس په نتیجه کې د نړۍ په هېوادونو کې د لاک ډاون له کبله 1.6 اربه مزدوران د کار روزګار د بایللو له خطر سره مخ دي چې وایي دا د نړۍ نیژدې نیمایي برخه کارګر دي.

دپاکستان صدر ډاکټر عار علوي اؤ وزیراعظم دمزدورانو دنړیوالې ورځې په اړوند مطبوعاتو ته پخپلو لیږل شوؤ‌ پیغامونو کې هوډ ښکاره کړی چې حکومت به یې د مزدورانو دښېګړې اؤ مرستې دپاره دیوې قربانۍ نه هم مخ ونه ګرځوي.

هغوئ دواړو ویلي کرونا وائرس د ژوند دنورو تپو پشان دخواریکښو یا مزدورانو طبقه ډيره زیاته ځپلې ده اؤ کارخانو اؤ صنعتونو دتړل کیدو سره نیغ په نیغه مزدوران اغیزمن شوي دي،

صدر اؤ وزیراعظم ویلي حکومت مزدورانو ته دهغوئ دبنیادي حقونو اؤ دهغوئ دخیر ښېګړې دپاره ګامونو اخستلو ته ژمن دی .

د خیبر پښتونخوا د پلان او پرمختیا ادارې پخپل یوه رپورټ‌ کې اوړمه ورځ ویلي وؤ ، که په پاکستان کې لاک ډان تر یوې نیمې میاشتې دوام وکړو نو تر دیارلسو لکو زیات مزدوران به بې روزګاره شي.

د وړاندې څخه هم پاکستان کې د مزدورانو دژوند کچه ډیره غورځېدلې ده اؤ دکارګرانو دحقونو یو شمیر تنظیمونه دعوې کوي چې پاکستان کې کارګرانو ته دومره میاشتنې معاش نه ورکول کیږي لکه څومره چې دیو خواریکښ دکور دمیاشتې مصارف وي.

په پاکستان کې حکومت دمزدور لږ ترلږه مياشتنى۱۵۰۰۰ روپۍ ټاکلى ، خو په عملي ژوند کې نن هم ليدل کيږي چې په مختلفو ادارو اؤ کارخانو کې داسې ګڼ شمير مزدوران په کارونو بوخت دي چې دهغوي دمياشتې معاش پنځه زره يا دهغې څخه هم لاندې دى.

بل خوا د کمزوري صنعت په وجه تر 80 فیصده زیات مزدوران په غیررسمي څانګو کې ورځنۍ مزدوري کوي او په دې حالاتو کې هغوی تر ټولو زیات اغېزمن دي، خو صوبایي حکومت وایي له داسې مزدورانو سره د مرستې لپاره (احساس پروګرام) له وړاندې پیل شوی چې هر تن ته د میاشتې ۱۲ زره روپۍ ورکوي.

د صنعتونو او تجارت لپاره د خیبرپښتونخوا د وزیراعلی سلاکار عبدالکریم خان څو ورځې وړاندې وي او اې ډیوه ته وویل، چې د سټېټ بېنک په لارښوونه یې صنعکارانو ته په اسانه شرایطو قرضې ورکول پیل کړي دي چې مزدوران بې روزګاره نه شي.

خو د متحده لېبر فیډرېشن د پښتونخوا مشر محمد اقبال وایي، په دې صوبه کې حکومت له رسمي‌ مزدورانو سره هیڅ مرسته نه ده کړې:

محمد اقبال وایي د خیبرپښتونخوا په درېوؤ صنعتي‌ برخو ګدون امازۍ، حیات آباد او حطار کې د موجوده ټولبندیز له کبله کارخانې بندې شوې دي او په زرګونو مزدوران بې روزګاره شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG