لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دشنبې په ورځ په کرونا وایرس اخته ۱۳نور ناروغان مړه شوي


په پاکستان کې د کرونا وایرس د څار مرکز وایي نن د خالي په ورځ ۱۳نور په کرونا وائرس اخته ناروغان مړه شوي چې دې سره ګرد هیواد کې د کرونا له امله دمړو شوؤ کسانو شمیره ۴۲۱ته رسېدلې ده.

تر اوسه دپاکستان دنورو ټولو صوبو په پرتله خیبر پښتونخوا صوبه کې کرونا وائرس تر ټولو زیات خلک وژلي چې شمیره یې ۱۶۱ته رسېدلې ده .

په سندهـ ایالت کې ۱۲۲،پنجاب کې ۱۱۵،بلوچستان کې ۱۶،اسلام اباد کې څلور اؤ ګلګت بلتستان کې درې کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي.

پاکستان کې د کرونا د څار دمرکز د شمیرو له مخې نن دخالي یا شنبې په ورځ په ګرد هیواد کې د کرونا وائرس ۹۶۳ پېښې ثبت شوي چې له دې جملې څخه ۴۲۷سندهـ،۵۱۴پنجاب،اؤ ۲۲ پېښې اسلام اباد څخه رپورټ شوي شوي دي.

همدغه شان په ننۍ ورځ سندهـ ایالت کې څلو اؤ ،پنجاب کې نهه دکرونا ناروغان مړه شوي دي.ددغو مړینو تصدیق دسندهـ اؤ پنجاب دصحت محکمې چارواکو کړی دی.

خیبر پښتونخوا صوبې څخه د زیارت د ورځې نه په کرونا د اخته ناروغانو شمیرې مخې ته نه وې راغلې خو دجمعې په ورځ دصحت محکمې ویلي چې ۴۸۶ نوې پېښې مخې ته راغلي اؤ ۳۹د کرونا ناروغان مړه شوي هم دي.

خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۲۷۹۹ ده اؤ تر اوسه دغلته ۱۶۱کسان مړه شوي دي خو دروغتیا محکمه وایي چې تر اوسه ۶۹۰کسان ددې موذي ناروغۍ څخه روغ شوي هم دي

XS
SM
MD
LG