لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرم قبائیلي ضلعه کې دښځو شکایتونو درج کولو دپاره وړومبی دښځينه پولیسو مرکز پرانستل شو


دپاکستان ټولو قبائیلي ضلعو کې دا وړومبی دښځینه پولیسو مرکز دی چې یوازې ښځې پولیسانې به پکې د ښځو شکایتونه اوري اؤ هغوئ ته به قانوني مرستې ورکوي.

دخیبر پښتونخوا په کرمه قبائیلی ضلعه کښې دښځو دشکایتونو درج کولو وړومبی دښځینه پولیسو مرکز پرانستل شو.

سیمې نه د وي او ای دخبریال ابراهیم شینواري د رپورټ له مخې دپاکستان ټولو قبائیلي ضلعو کې دا وړومبی دښځینه پولیسو مرکز دی چې یوازې ښځې پولیسانې به پکې د ښځو شکایتونه اوري اؤ هغوئ ته به قانوني مرستې ورکوي.

د سیمې د پولیسو مشر محمد قریش وي او ای ډيوه ته ویلي چې دغه مرکزونو فعاله کیدو سره به د قبائیلي علاقو د نیمې نه زیاتې ابادۍ یعنې ښځو ته ګټه ورسیږي.

هغه وویل چې په دغه مرکزونو کښې به د قبائیلي روایاتو مطابق د پردې خیال ساتل کیږي اؤ دا چې په راتلونکې اوونۍ کښې به په صده کښې هم دغسې یو بل مرکز پرانستل شی.

د سیمې اوسیدونکو ددغه مرکز د پرانستې ستائینه کړې اؤ ویلي ئې دي چې دې سره به ځاي ښځو ته خپلو شکایتونو درج کولو کښې اسانی تر لاسه شی.

پاکستان کې د وفاق د انتظام لاندې قبائیلي سیمې تیرکال په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل کړل شوي دي اؤ ددغو سیمو خاصه دار فورس ته اوس د پولیسو درجه ترلاسه شوې ده.

قبائیلي سیمې پاکستان کې یو وخت د طالبانو ، القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو مرکزونه ګڼل کیدل اؤ‌ وسله والو دغلته نه یوازې دښځو کورونو نه بهر په وتلو بندیز لګولی ؤ‌ بلکې د جینکو ګڼ شمیر سکولونه یې په بمونو هم الوځولي وؤ.

په کال ۲۰۱۴م کې پاکستاني پوځ دضرب عضب په نوم په ټولو قبائیلي سیمو کې دترهګرو په ضد په پراخه کچه عملیات وکړل چې دپوځ ددعوې ترمخه په دغو عملیاتو کې یې قبائیلي سیمې دترهګرو څخه پاکې کړي دي.

خو دپوځ ددې دعوؤ باوجود هم زیاتره مهال قبائیلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو راپورونه مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG