لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بنګله دېش کې د کرونا وایرس له کبله د جامو ګنډلو د فیکټریو 20 لکه کارګر بې کاره شوي


واشنګټن ــــ د کرونا وایرس په نتیجه کې د لاک ډاون له کبله په بنګله دېش کې د جامو ګنډلو صنعت هم اغېزمن شوی او د دې هېواد شاوخوا 20 لکه (دوه میلینه) هغه کارګر بې روزګاره شوي چې په فیکټریو کې یې کار کاوه.

په جنوبي اېشیا کې بنګله دېش هغه هېواد دی چې د بېلابېلو ډولونو د جامو جوړولو په زرګونو فیکټرۍ پکې موجودې دي، خو په لاک ډاون کې دغه ټولې فیکټرۍ بندې شوې دي او کارکوونکي یې په کورونو کې ناست دي چې زیاتره یې ښځې دي.

له چینه وروسته بنګله دېش په نړۍ کې د تیارو ګنډل شوو جامو دویم هېواد دی چې د امریکې په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته ګنډلې جامې لېږي، چې په هغوی کې د نارینه او ماشومانو شرټونه، پتلونونه او د ښځو جامې شاملې دي.

بنګله دېش نورې نړۍ ته هر کال د 32 اربه ډالرو په ارزښت خپل مصنوعات لېږي، چې په هغوی کې ۸۳ فیصده برخه د ګنډلو او تیارو جامو ده.

د جنوبي اېشیا په دې هېواد کې د جامو ګنډلو لویې او وړې تقریباً پینځه زره څانګې دي چې د شاوخوا څلوېښت لکه کسانو روزګار ورسره تړلی دی، خو اوس دغه تقریباً ټول کارګر د لاک ډاون له کبله بې روزګاره شوي دي.

په فیکټریو کې د کارکوونکو منځنۍ میاشتنۍ تنخا تر 100 ډالرو لږ زیاته ده، خو د دې هېواد د زیاتو خلکو ژوند ورسره تړلی دی او اوس د دغو فیکټریو له بندېدو سره بې روزګاره شوي کارګر خصوصاً ښځې له زیاتې پرېشانۍ سره مخ دي.

د دغو فیکټریو کار له نړیوال بازار سره تړلی دی، تر څو چې د نړۍ په پرمختللو هېوادونو امریکا، یورپ‌ او نورو هېوادونو کې د کرونا وایرس له کبله لاک ډاون ختم نه شي او بازارونه بیرته خلاس نه شي د بنګله دېش دغو فیکټریو ته د نورو جامو جوړولو آرډر نه ورکول کېږي.

که څه هم د بنګله دېش حکومت په وروستیو کې د ټولنیز واټن او نورو احتیاطي تدابیرو په خپلولو سره د جامو جوړولو (ګارمنټس) صنعت ته د کار اجازه ورکړې او شاوخوا دوه لکه کارګر بیرته خپلو کارونو ته ستانه شوي، خو په فیکټریو کې کار لا بیرته سم نه دی پیل شوی چې وجه یې بهرني آرډر منسوخېدل دي.

د یوې اندازې له مخې د دغو فیکټریو د جامو ګنډلو کوم آرډرونه چې د بهرنیو هېوادونو له خوا بیرته کېنسل شوي، د هغوی ارزښت تر درې اربه ډالرو زیات ښوول شوی دی.

د فیکټریو مالکان وایي کوم آرډرونه چې یې اخیستي وو، په هغوی کې د ځینو کار بشپړ شوی وو او یواځې د جامو ور لېږل پاته وو او ځینې د بشپېدو په حال کې وو او د ډېرو لپاره یې کپړه اخیستې وه، وایي اوس ورته 72 فیصده کمپنۍ د هغه پیسې نه ورکوي چې له کبله یې د دوی زیات تاوان وشو.

د بنګله دېش حکومت د جامو ګنډلو له صنعت سره د تړلو اغېزمنو کارکوونکو لپاره د 588 میلینه ډالرو مرستې اعلان کړی دی، چې پر هغه به دوه فیصده سود اخیستل کېږي، خو د جامو ګنډلو د صنعت مالکانو دا ډېره کمه مرسته بللې ځکه چې وایي دا خو یې یواځې د کارګرو د یوې میاشتې تنخا جوړېږي.

په بنګله دېش کې تر اوسه 8800 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او 175 تنه ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG