لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد:دبندیانو خلاصون دبین الافغاني مذاکراتو اؤ اوربند ترټولو ګړندۍ لاره ده


دافغان سولې لپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزا وايي طالبان او افغان حکومت دې دبندیانو خوشې کولو بهیر کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

خلیلزاد دشنبې په ورځ خپله ټوئټر پاڼه دبین الافغاني مذاکراتو اؤ د اوربند ټینګښت لپاره دبندیانو تبادله مهم امر یاد کړی دی.

نوموړي لیکلي "طالبان او دولت دواړه دې دبندیانو ازادولو او د تاوتریخوالي کمیدو لپاره خپل کوششونه ګړندي کړي او دا دبین الافغاني مذاکراتو اود دایمي او هراړخیز اور بندلپاره تر ټولو ګړندۍ لار ده"

دا غوښتنه په داسې حال شوې چې افغان حکومت ویلي د ولسمشراشرف غني دفرمان له مخې به دطالبانو۱۵۰۰ بندیان ازاديږي.

دافغانستان دملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل دشنبې په ورځ خبري کنفرانس ته ویلي افغان حکومت سولې ته دښه نیت ښودلو په خاطر دطالبانوتراوسه۵۵۰ بندیان ازاد کړي او ۹۵۰ دنورو د ازادولو اقدامات ترلاس لاندې دي.

په قطر کې دطالبانوسیاسي دفترویاند سهیل شاهین ویلي تراوسه یې دافغانستان دحکومت ۱۱۴ تنه بندیان ازاد کړي دي.

دملي امنیت شورا وايي د امریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې دموافقې ترلاس لیک وروسته طالبانو په افغانستان کې بریدونه ډیر کړي دي.

د دې شورا ویاند زیاته کړه دطالبانو دبریدونو او تاوتریخوالي قرباني ولسي خلک دي اوپه وینا یې طالبان باید دسولې پروسې پرمختګ لپاره په خپلو بریدونو کې کموالی راولي.

فیصل وايي که طالبان دابحث کوي چې له امریکا سره دسولې په موافقه کې دتاوتریخوالي دکمیدو او د اوربند یادونه نه ده شوې دا دلیل قانع کوونکی نه دی.

نوموړي وویل "طالبان دافغانستان خلک دي ،او دخپلو خلکو دنه وژلو په اړه د کوم هیواد د اجازې ترلاسه کولو انتظاردې نه کوي همدا یې وخت دی او له خپلو خلکو سره دې سوله وکړي"

دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې تړون کې دافغان حکومت له زندانونو څخه دطالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو اوپه مقابل کې دحکومت۱۰۰۰ قیدیانو دخلاصیدو او دغه راز په افغانستان کې دتاوتریخوالي دکمیدو یادونه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG