لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا وهلو شمېره د ۲۰زرو نه واوښته، ۴۶۲ يې مړه کړي


کرونا وايرس په پاکستان کې په تېر شوا روز کې نور ۲۲ تنه مړه کړي او بل لور ته په ملک کې په کرونا وايرس د اخته شوؤ شمېره ۲۰زره ۱۸۶ ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا له امله په ملک کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۲ نورو مړينو سره د مړو ټوله شمېره ۶۴۲ ته رسېدلې ده.

ويل شوي په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره تراوسه پورې دوه لکه، ۱۲زره ۵۱۱ ټېسټونه شوي چې پکې په ۲۰زره ۱۸۶ کسانو کې د کرونا پخلی شوی دی.

د صحت د وزارت په وېنا تراوسه پورې په ملک کې د دې رنځ څخه ۵۵۹۰ کسان صحتمند شوي هم دي.

خېبرپښتونخوا

په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې په ۳۱۲۹کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی، ۱۸۰ ترې مړه شوي او ۸۱۱ ترې صحتمند شوي دي.

سند

په سند کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۳۰ ته رسېدلې ۷۴۶۵ کسان يې اغېزمن کړي او ۱۵۵۵ ترې ښه شوي دي.

پنجاب

په پنجاب کې هم په ۷۵۲۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی ۱۲۴ يې مړه کړي او ۲۶۶۷ ترې صحتمند شوي دي.

بلوچستان

په بلوچستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۲۱ ته رسېدلې ده، په ۱۲۱۸ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او ۱۹۷ ترې په صحت ښه شوي دي.

کرونا وايرس په پلازمينه کې اسلام اباد کې څلور او ګلګت بلتستان کې درې تنه مړه کړي دي.

دا وخت په اسلام اباد کې ۳۵۵ او ګلګت کې ۱۰۱ کسان په کرونا وايرس اخته دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG