لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پي ټي اېم د عارف وزير د وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې کوي


پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) نن د نهې/سه شنبې په ورځ د خپل فعال عارف وزير د وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې کوي.

د پي ټي اېم فعال وايي د غورځنګ مشر منظور پشتين د عارف وزير د جنازې په مهال په پينځمه د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی ؤ چې د عارف وزير د وژنې پرضد احتجاج کوي.

د شمالي وزيرستان نه د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړي ميرکلام وزير په ټويټر وخت او ځای ښودلی چې دا مظاهرې به په کومو ځايونو او په کوم وخت ترسره کيږي.

ميرکلام ويلي، د عارف وزير د وژنې پرضد په نړيواله کچه مظاهرې کيږي او دوی د بشري حقونو په فعالانو او پي ټي اېم په غړو غږ کوي چې د مظاهرو ګډون وال دې د کرونا وبا په اړه احتياط وکړي.

د پي ټي اېم مشران وايي دوی د دغو احتجاجي مظاهرو د لارې نړۍ ته خپل پېغام رسول غواړي چې عارف وزير څنګه او چا ووژلو؟ او د دې په شا کوم لاسونه دي.

دوی وايي د پښتنو په خاوره چې کوم زور زياتی کيږي دوی د هغې پرضد د عدم تشدد لارې په پرامنه ډول مبارزه کوي او نړۍ ته هر څه ښودل غواړي.

د پي ټي اېم مخکښ فعال او د علي وزير د تره زوی عارف وزیر د جمعې په ماښام په واڼه کې نامالومو وسله والو ويشتلی او وروسته يې د خالي په ورځ د اسلام اباد په پمز روغتون کې د سر د عملياتو (اپرېشن) په وخت ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

عارف وزير د اتوار په ورځ په خپل پلارني کلي غوی خوا کې خاورو ته سپارل شوی ؤ.

د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عل وزير وايي د عارف وزير پلار او دوه وروڼه او د دوی د کورنۍ ۱۸ غړي هم په دغه ډول پېښو کې مړه شو او د دوی د کورنۍ دغه قربانۍ د وطن او قام د ژغورولو دپاره ورکوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که د کورنۍ ټول غړي يې مړه شي خو دوی به د خپل قوم دپاره د پېل کړې مبارزې څخه په شا نه شي.

هغه په دې اندېښنه څرګنده کړه چې د عارف وزير په پېښه کې ککړ کسان تراوسه پورې ونه ونيول شو.

خو د واڼه د پوليس مشر عثمان وزیر وايي په عارف وزير د بريد کوونکو پرضد عمليات روان دي، په سیمه کې د لټون دپاره د پوليس سرتيری ځای په ځای کړی شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی د خپلو مالوماتو په اساس لګيا دي په دې پېښه کې ککړ کسان مالوموي تراوسه کومه ګرفتاري ده کړې خو وايي زر ده چې دغو خلکو ته به ورسي.

XS
SM
MD
LG