لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا د اېلس ویلز پر ځای د جنوبي او منځنۍ اېشیا لپاره توماس واجدا نوی استازی ټاکلی


واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اېشیا د چارو لپاره په داسې وخت کې خپل نوی استازی توماس واجدا ټاکلی چې اوسنۍ استازې مېرمن ایلس ویلز به یې د روانې مې میاشتې پر ۲۲مه نېټه خپله دنده پای ته رسوي.

ډان انګرېزي ورځپاڼه لیکي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په ور لېږلي پیغام کې منلې چې مېرمن ویلز د مې پر ۲۲مه ریټایر کېږي او پر ځای به یې ښاغلی واجدا د جنوبي او منځنۍ اېشیا د چارو مشري کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې توماس واجدا تر دې وړاندې د هند په ممبۍ ښار کې له ۲۰۱۴م تر ۲۰۱۷م کال پورې درې کاله د امریکې د جنرل قونسل په توګه دنده تر سره کړې خو په پاکستان کې نه دی پاتې شوی.

اوس مهال ښاغلی وجدا د هند، نیپال، سریلنکا، بنګله دېش، مالدیپ او بوټان هېوادونو لپاره د امریکې په بهرنیو چارو وزارت کې د ډپټي مرستیال سیکرټري په توګه دنده تر سره کوي چې له دې هېوادونو سره خپلې دوه اړخیزې چارې څاري.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي مېرمن ایلس ویلز د خپلې دندې په مهال په سیمه کې د سفارتي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د نړیوالو بحرانونو چېلنجونو ته د جواب ویلو په برخه کې مهم کردار تر سره کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ په یوه ټویټ کې د جنوبي او منځنۍ اېشیا لپاره د مېرمن ویلز هڅې وستایلې او وایي چې په دې برخه کې د چېلنجونو په حل کولو کې به د هغې له عقلاني مشورو بې برخې شي. ښاغلي پمپېیو لیکلي:

"زه شخصاً زموږ د ټیم د کارونو او د امریکې د لوړتیا د کلکې څارنې په چارو کې د سفیرې ویلز هڅې ستایم. موږ د هغې خدمتونه ستایو او نېکې هیلې ورته لرو".

مېرمن ویلز د امریکې د بهرنیو چارو له وزارت سره ۳۱ کاله دنده تر سره کړي، چې په دې مهال په نوي ډیلي او اسلام اباد دواړو کې د امریکې د سیاسي چارو د مشرې په توګه پاتې شوې او د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ په مهال د جنوبي او منځنۍ اېشیا لپاره د دې وزارت د ځایناستې مرستیالې سیکرټرې په توګه پاتې شوې ده.

XS
SM
MD
LG