لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره جوړ ټاسک فورس ختموي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره جوړ کړی شوی ټاسک فورس ختموي او په دوېم پړاؤ کې به د دې نړيوالې وبا له امله اوښتی تاوان مالوموي.

د نهې/ سه شنبې په ورځ نوموړي ویلي د کرونا وايرس په اړه حالات به اوس مرکزي ادارې ګوري او د سپينې ماڼۍ سره په تماس کې به وي.

هغه ويلي د جوړ کړی شوي ټاسک فورس د مشر او مرستيال صدر مايک پنس او د هغه د ټيم ستاينه کړې چې ښه کار يې کړی دی.

په امريکا کې د کرونا وايرس د مخنوي دپاره د مايک پنس په مشرۍ ډله جوړه کړی شوې چې ورسره پکې ډاکټر انتهوني فاؤچي او ډيبورا برکس شامل ؤ.

د صدر ټرمپ نه پوښتنه شوې چې په امریکا کې د کرونا وايرس پېښې سېوا کيږي په داسې کې دا ټاسک فورس ولې ختمولی شي؟

هغه په ځواب کې ويلي د نورو پينځه کالو دپاره ملک نه شي تړلی.

هغه ويلي په ټاسک فورس کې شامل پوهان ډاکټران به په خپل ځای د مشاور په حېث کار کوي.

صدر ټرمپ ويلي د کرونا وايرس خورېدو اندېښنه موجوده ده او زیاته کړې يې ده د دې وبا د خورېدو د مخنيوي په لړ کې په لګېدلو بندېزونو ځينې ملکونو پوره عمل نه دی کړی.

هغه ويلي دوی هڅه کوي چې دا وبا قابو کړي.

صدر ټرمپ په داسې حال کې د سپينې ماڼۍ د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره جوړ ټاسک فورس ختموي چې په نړۍ کې کرونا وايرس تر ټولو زياته امریکا ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG