لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عارف وزير د وژنې پرضد احتجاج کوونکي د پي ټي اېم غړي نيول شوي او مقدمې پرې درج شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال عارف وزير د وژنې پرضد د پي ټي اېم احتجاج کوونکي پلويان نيول شوي او مقدمې پرې درج کړی شوي دي.

د پي ټي اېم بلال پښتون وايي د غورځنګ د مشر منظور پشتين په اعلان چې پرون د عارف وزير د وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې اعلان شوې وې، په مردان، ډېره اسماعيل خان او بنو کې د مظاهره چيانو پرضد مقدمې درج شوي او نيول شوي هم دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې بلال پښتون وويل دوی چې تراوسه پورې څومره مالومات ترلاسه کړي په مردان کې د پي ټي اېم لس کسان نیول شوي او مقدمه پرې درج کړی شوې.

هغه وويل په بنو او ډېره اسماعيل خان کې هم په مظاهره چيانو مقدمه درج کړی شوې ده.

په مردان کې د پي ټي اېم پلويان احتجاج کوونکي هغه وخت پوليسو نيولي چې دوی په باچاخان چوک کې احتجاجي مظاهره کوله.

دوی د مردان سټي تاڼې ته بوتلل شوي او بند کړی شوي خو وروسته بیا د تاڼې نه په ضمانت خوشي کړی شوي وو.

د مردان پوليس وايي دغه کسان يې د ۱۴۴مادې د سرغړونې په سر نيولي وو.

د پي ټي اېم وکيل کفايت الله اېډوکېټ وايي د پاکستان ائین هر وګړي ته د احتجاج حق ورکوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دا لومړی ځل نه دی چې د پي ټي اېم غړي نيول کيږي او مقدمې پرې درج کول کيږي.

هغه زیاته کړه دغه ډول کارونه د هغو حربو لړۍ ده چې د پي ټي اېم د پلويانو پرضد مقدمې درج شي، ونيول شي او د دغه لارې دوی د فشار لاندې وساتي.

د پي ټي اېم مخکښ فعال او د علي وزير د تره زوی عارف وزیر د جمعې په ماښام په واڼه کې نامالومو وسله والو ويشتلی او وروسته يې د خالي په ورځ د اسلام اباد په پمز روغتون کې د سر د عملياتو (اپرېشن) په وخت ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

عارف وزير د اتوار په ورځ په خپل پلارني کلي غوی خوا کې خاورو ته سپارل شوی ؤ.

د عارف وزير د جنازې په مهال منظور پشتين د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی ؤ او پرون بيا د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو ښارونو ترڅنګ د بلوچستان په بېلابيلو برخو او افغانستان کې هم احتجاجې مظاهرې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG