لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي ځواکونو په کشمیر کې د ریاض نایکو په نامه ستر یاغي قومندان وژلی


د هند امنیتي ځواکونه
د هند امنیتي ځواکونه

واشنګټن: هندي چارواکي وايي، حکومتي ځواکونو د یاغیانو یو جګ پوړی قومندان له خپل ملګري او دوه نورو وسلوالو سره د شورو یا چهارشنبې په ورځ په هندي کشمیر کې وژلي دي.

۳۵ کلن ریاض نایکو د حزب الله مجاهدین په نامه له هندي واک څخه د لویې بیلتون غوښتونکې ډلې د عملیاتو مشر وو.

نایکو ل تېرو اتو کالو راهیسې د یادې ډلې یو جګ پوړی قومندان وو چې د چارواکو په وینا له هندوستان سره جګړې ته یې په لسګونو کشمیریان ګمارلي وو.

خبر زیاتوي، کله چې د استخباراتي مالوماتو پر مټ څرګنده شوه چې نایکو د اورپکو له نورو قومندانانو سره د نهې یا سې شنبې په ورځ په یوه کلي کې پټ شوی وو نو په سلګونو هندي سرتیرو ورته د هوا له لیارې ځان رسولی وو.

پولیس وايي، کله چې حکومتي ځواکونو کور په کور چاڼیز عملیات کول نو د یاغیانو لخوا پرې برید شو.

چارواکي وايي،‌ امنیتي ځواکونه په دې وروسته وتوانېدل چې نایکو له دوه نورو وسلوالو سره په یوې وسلوالې نښته کې ووژني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG