لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د ایران لخوا په سیند کې د افغان کډوالو لاهو کول غندلي دي


واشنګټن: امریکا هغه دردونکي راپورونه غندلي دي، چې د ایران پوله ساتي ځواکونه پکې په لسګونو هغه افغان کډوال شکنجه کوي او په سیند لاهو کوي چا چې غوښتل له افغانستان څخه ایران ته واوړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل،

"مونږ افغان چارواکي هڅوو چې په دې اړه بشپړه پلټنه وکړي او په دې پېښه کې ښکېل کسان وموندل شي او ورسره حساب وشي."

افغان چارواکي او له دغې پېښې څخه ژوندي پاتې شوي کسان وايي، د افغانستان له لویدیځ هرات ولایت څخه شاخوا ۶۰ کسان ایران ته قاچاق شوي‌ وو چې د ایراني ځواکونو لخوا تر نیول کېدو وروسته د تېرې شنبې یا خالي په ورځ هریرود سند ته غورځول شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، تهران منلې ده چې په دې اړه به پلټنې کوي او د حقیقتونو او د سرغړونکو پېژندنه به کوي.

ایراني رسنیو د موسوي له خولې راخیستي دي، چې "دا پېښه په افغان خاوره باندې شوې او د ایران د اسلامي جمهوریت پوله ساتو پولیسو دا رد کړې ده چې داسې کومه پېښه دې د ایران په خاور باندې شوې وي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ددې پېښې د غندلو ترڅنګ وویل، چې دا جرم د بخښلو نه دی.

ښاغلي اتمر د شورو یا چارشنبې په ورځ د پارلمان وکیلانو ته وویل، چې لږ تر لږه ۱۶ مړي له سیند څخه وېستل شوي دي او ۱۶ نور ترې ژوندي ژغورل شوي دي.

په افغانستان کې د طلوع په نامه یو سیمیز ټي وي چینل د اتمر له خولې ویلي دي، چې د پېښې ۲۰ نور قربانیان لا تر اوسه هم بې درکه دي او ویریږي چې سیند به ګاونډی هېواد ترکمنستان ته اړولي وي.

د هریرود سیند د افغانستان، ایران او ترکمنستان له خاورو څخه تېرېږي.

یو له ژغورل شویو کسانو څخه خبریالانو ته ویلي، چې "ایرانیانو به مونږ پر پایپونو وهلو او سیند خواته به یې ټیله کولو."

بل ژغورل شوي کس ویلي، چې ساتونکو لومړی په ځمکه وغوځولو، شکنجه یې کړو او بیا یې سیند ته وغورځولو.

له افغانستان څخه په زرګونو کسان هره اونۍ ایران ته د ښه کار موندلو په هیله اوړي. دوی ډیر وخت په قاچاقي لارو په لاریو موټرو کې اوړل کېږي.

ایران وايي، څه کم یو میلیون افغان کډوال په ایران کې په قانوني توګه ژوند کوي او ټول قانوني او غیر قانوني افغانان په ایران کې ۲.۵ میلیونو ته رسېږي.

د ملګروملتونو چارواکي وايي، په ایران کې د کورونا وایرس د وبا له امله تر ۱۵۰۰۰۰ زیات افغانان یا افغانستان ته په خپله ستانه شوي او یا په زوره اړول شوي چې اوس یې په اکثرو کسانو کې کورونا وایرس هم مثبت شوی دی.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG