لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د لاک ډاؤن د راتلونکې په اړه پرېکړه کيږي


په پاکستان کې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړکې د شوي لاک ډاؤن د راتلونکې په اړه نن د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې پرېکړه کيږي.

د ځايي ميډيا ترمخه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي رابطه کارې کمېټۍ غونډه نن د زیارت په ورځ ټاکل شوې او په هغې کې به د لاک ډاؤن د راتلونکې پرېکړه وشي چې نرمي پکې کيږي کوم کاروبارونه پرانستل کيږي او نور.

د ځايي ميډيا ترمخه زياتره صوبې په دې حق کې دي چې په لاک ډاؤن کې د صوبو او ښارونو ترمنځ د ګاډو او اور ګاډي ونه چلول شي دغه بندېز دې په ځای پاتې شي.

دغه ډول ويل شوي چې په ملک کې دننه دې د الوتکو پروازونه هم بند پاتې کړی شي.

د ډان د رپوټ ترمخه د نيشنل کمانډ سنټر مشر د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر ويلي دوه ورځې وړاندې د کابينې په غونډه کې په لاک ډاؤن کې د نرمۍ کولو ويل شوي چې د کاروبارونو او دوکانونو په پرانستلو کې به نرمي کولی شي.

خو د صوبو لخوا د بازارونو د پرانستو په وختونو اختلافا ت شتون لري.

خو ویل شوي مرکزي حکومت چې په لاک ډاؤن کې د نرمۍ کومه پرېکړه کول غواړي هغه یې د صوبو سره شريکه کړې چې دوی پرې خپله رايې ورکړي.

پاکستان د نهمې می پورې په ملک کې لاک ډاؤن کړی دی.

په ملک کې چې د کرونا وبا خوريږي او د کرونا نه د مړو او اغېزمنوشمېره ورځ تر بلې سېوا کيږي راپورونه وايي ځینې ډاکټران په لاک ډاؤن کې د نرمۍ کولو مخالفت کوي.

خو بل لور ته ځينې سوداګرو داسې ګواښونه کړي که حکومت په لاک ډاؤن کې نرمي نه کوي او د دوی دپاره کومه داسې تګلاره نه جوړوي چې د لاک ډاؤن سره کاروبارونه پرانستل شي نو دوی به په خپله کومه تګلاره جوړه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG