واشنګټن: ملګروملتونو د کورونا وایرس له امله له غریبو هېوادونو سره د مرستې لپاره د اوه بیلینه نورو ډالرو غوښتنه کړې.
دوی ویلي، دا نورې پیسې ددې لپاره ضروري دي چې د میلیونونو انسانانو ژوند وژغورل شي او په کمزوره هېوادونو کې د وایرس د خپرېدو مخنیوی وشي.
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټېرېش د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، "مونږ یو ښه پیل درلود اوس باید پرې مخته ولاړ شو."
ملګروملتونو په وار وار خبرداری ورکړی چې کچېرې کوېډ ۱۹ په غریبو سیمو کې خپره شي نو ګرده نړۍ به ورسره په خطر کې وي.
د ملګروملتونو د بشري څانګې مشر مارک لوکاک ویلي، په داسې حال کې چې په ګڼو مخ پر ودې هېوادونو کې به د کورونا بې حده زیاتې پېښې په راتلونکو درې څخه تر شپږو میاشتو کې و نه لیدل شي خو کورونا مخکې له مخکې څخه پر دوی باندې منفي اغیزې کړې دي او خلکو خپلې دندې او تنخواوې له لاسه ورکړي، خوراکي توکي کم شوي او ماشومان بې واکسینه شوي.
هغه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې خپله د کورونا له ناروغۍ څخه د نېغو اغیزو سربېرته په غیر مستقیمه توګه په ټوله نړۍ باندې ګڼې اقتصادي اغیزې پریوتي.
د خوړو د نړیوال پروګرام یا وارډ فوډ پروګرام مشر ډېوېډ بیسلي ویلي،
"هغه څه چې مونږ اوس وینو دا په رښتیا هم دوه برابره وبا ده."
هغه خبرداری ورکړ چې که اوس کار ونشي نو د کوېډ ۱۹ منفي اغیزې به پر نړۍ سل چنده زیاتې وي.
د پراخو مرستو په دې وړاندیز کې غوښتل شوي دي، چې له خطر سره مخ تر ۶۰ زیاتو هېوادونو سره باید لا زیاته مرسته وشي، چې په دغو کې، لایبېریا، موزنبیق، پاکستان، فلېپین، زیمبابوې، ټانګو، سریلیون او یو شمېر نور شامل دي.
په افریقا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي، چې تر ۵۰۰۰۰ زیاتې پېښې په افریقا کې رپوت شوي او تر ټولو زیات ځپل شوي هېوادونه پکې مصر او جنوبي افریقا ده.
ټاکل شوې ده چې دغه نوې غوښتل شوې پیسې به بشري مرستو، روغتیاوو اړتیاو او مهمو لوژیستیکي برخو باندې ولګول شي چې په هغو کې سیمیز روغتونونه، د ځان ژغورنې وسایل او داسې نورو برخو باندې ولګول شي.
بل پلو په زیاتو هېوادونو کې د لاک ډاون د نرمولو هڅې روانې دي او چارواکي خوشبیني څرګندوي چې د کورونا تر ټولو خراب وخت پای ته ورسېده.
خو روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي چې که بیا پرانېستل په چټکۍ سره وشي نو کورونا وایرس به یو ځل بیا خپور شي.
دا مهال په ټوله نړۍ کې له ۳.۸ میلیونو زیات کسان په کورونا وایرس اخته دي او تر ۲۶۴۰۰۰ زیات مړه شوي دي.
همدارنګه د ډبلیو اچ او د اروپا دفتر اندېښنه څرګنده کړې چې د کورونا له امله د مېرمنو په وړاندې کورنۍ تاوتریخوالی هم زیات شوی او په دې برخه کې یې په ځانګړي توګه د بیلجیم، بریتانیې، فرانسې، روسیې او اسپانیې څخه یادونه کړې ده.