لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډبلیو اچ او: د افریقا ۴۴ میلیونه وګړي د کوېډ ۱۹ له ګواښ سره مخ دي


واشنګټن: د روغتیا نړیواله اداره یا ډبلیو اچ او وايي، د افریقا تر ۴۴ میلیونه وګړي به د کورونا له ګواښ سره مخ او ۱۹۰۰۰۰ به مړه شي که چېرې دغه وایرس کنټرول نشي.

د ډبلیو اچ او په یو نوي راپور کې د افریقا په لویې وچې ۴۷ هېوادونو ته کتنه شوې ده.

راپور وايي، که څه هم د کورونا د وبا په لومړي کال کې به په افریقا کې د کورونا وایرس خپرېدل د نړۍ د نورو برخو په پرتله په کراره وي خو کوېډ ۱۹ دغلته د اوږدې مودې لپاره د خپرېدو د مرکز (هاټ سپاټ) په توګه پاتې کېدای شي.

د ډبلیو اچ او د افریقا د څانګې مشر ډاکټر متشېدیسو مویتي ویلي، "کوېډ ۱۹ ښايي د راتلونکو ډېرو کلونو لپاره زمونږ په ژوند کې پاتې شي کچېرې د سیمې د حکومتونو لخوا یې پرضد پر وخت ګامونه پورته نشي.

هغه وویل،‌ مونږ باید معیانه وکړو، ناروغ له روغو جلا کړو او درملنه یې وکړو.

XS
SM
MD
LG