لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمي خليلزاد وايي د پاکستان او هند د سفر وروسته بيا د طالبانو سره وینم


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي په دوحه کې د ملا برادر او د هغه ټيم سره ليدلي، په څو موضوعاتو يې ورسره خبرې شوي، اوس د پاکستان او هند سفر کوي او له وروسته به بيا د طالبانو سره ويني.

خليلزاد په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا برادر او د هغه د ټيم سره د ليدنې خبر په ټویټر ورکړی چې په کومو موضوعاتو يې خبرې شوي هغه جزيات يې شريک کړي دي.

د طالبانو د دوحې د دفتر وياند سهېل شاهين پرون د دغه ليدنې په اړه خبر ورکړی ؤ.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي زلمي خلیلزاد په پينځمه می دغه سفر پېل کړی ؤ.

د بهرنيو چارو د وزارت په بيان کې ويل شوي چې خليلزاد به په دوحه کې د طالب استازو سره شوې توافقنامې په بشپړ ډول عملي کولو فشار راوړي.

دغه رنګ ويل شوي نوموړی به د اسلام اباد او نوي ډهلي د سفرونو په وخت د چارواکو سره د افغانستان او سيمې د امنيت او د دوی د رول په اړه خبرې اترې وکړي.

XS
SM
MD
LG