لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې یو 19 کلن ځوان 135 زره موندلي ډالر پولیسو ته وسپارل


واشنګټن ــــــ د امریکې د نیومیکسیکو ایالت یوه ځوان هوسې نونیز رومانیز د تېر اتوار- یکشنبې په ورځ‌ خپل نیکه ته د جرابو اخیستو لپاره پخپل موټر کې د بېنک اې ټي ایم ته تللی وو چې پیسې را وباسي، ناڅاپه یې هلته له پیسو ډکه کڅوړه موندلې وه.

د البوکرکي ښار دې ځوان سمدستي پولیسو ته ټلیفون کړی وو او دوه پولیس ورته راغلي وو، چې پیسې یې شمېرلې وې پوره 135 زره ډالره (دوه کروړه پینځلس لکه 62 زره روپۍ) وې، چې د بېنک له کارکوونکي په اې ټي ایم مشین کې د ایښودلو په وخت هېرې شوې وې.

د سیمې پولیسو پرون د زیارت- پنجشنبې په ورځ د هغه دا کار ستایلی او هغه ته یې ستاینلیک ورکړی. د دې تر څنګ درو نورو کمپنیو هغه ته پینځه- پینځه سوه ډالر انعام ورکړی دی.

د سي این این د خبر له مخې دغه ۱۹ کلن ځوان نونیز رومانیز وایي، کله چې یې پیسې پیدا کړي، نو سمدستي د مور و پلار خبره ور یاده شوه چې "زما مور و پلار ماته تل ویلي چې باید خپل کار وکړم، د غلا پیسې هیڅکه درسره نه شي پاتېدای".

د نونیز رومانیز مور و پلار وایي د خپل زوی په دې کار زښته خوشاله دي او ویاړ ورباندې کوي. نونیز اوس تازه له کالجه فارغه شوی دی.

د هغه کورنۍ په 1990م کلونو کې له میکسیکو امریکې ته را کډه شوې ده. مور و پلار یې یو وخت په یوه باغ کې د پیازو ټولولو کار کاوه. پلار یې د لوښي مینځونکي، اشپز (کوک) او د تعمیراتو په کار کې هم مزدوري کړې ده، خو اوس د نالیو (مېټرسو) خرڅولو کوچنی کاروبار لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG